ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د کاري چاپیریال ستریس؛ په اړه یې څو بیلابیلې خبرې

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

۱.      د شورماشور مسئله: دا سمه ده چې د شورماشور موضوع موږ تاسې ته به وروسته له یو څه مودې عادي شي، خو مطالعو ښودلې چې په کاري محیط یا کور کې شورماشور تل انسان کړوي.

۲.      د رڼا مسئله: رڼا باید په کافي کچه واوسي. د لمر روښنايي خورا زیات ارزښت لري.

۳.      د حرارت درجه: د حرارت درجه باید په مناسبه توګه وي.

۴.      په کاري چاپیریال کې کیمیاوي مواد: هغه کیمیاوي مواد چې د چاپیریال د ککړتیا لامل ګرځي، ستریس زیږوونکي وي.

۶.      د کیناستو او ودریدو مسئله: هغه کسان چې تل ناست او یا ولاړ وي، په ستریس د اخته کیدو چانس یې هم زیات دی؛ په همدې اساس هڅه وکړئ د ورځې په اوږدو کې بیلابیل وضعیتونه غوره کړئ.

۷.      په کاري چاپیریال کې اړیکې: په کاري چاپیریال کې درې ډوله اړیکې وي: ۱. دوستانه ۲. بې تفاوته ۳. دښمني او رقابت؛ چې دریم ډول یې خورا زیات ستریس زیږوونکی دی.

۸.      ایا کاري چاپیریال زموږ د پرمختګ پر مسیر دی او که نه: که په یوه داسې کاري چاپیریال کې واوسئ چې هم کار کوئ، هم پرمختګ، هم له مالي اړخه بریالي یاست او هم خوند ترې اخلئ، نو تاسې په سم ځای کې یاست او د ستریس کچه به مو هم ټیټه وي. خو که په یوه داسې ځای کې کار کوئ چې عاید مو لږ وي او پرمختګ هم نه او زړه تنګوونکی هم واوسي، نو دا بیا د ستریس لامل ګرځي او انسان ویجاړوي.

۹.      په تکراري ډول د یوه کار ترسره کول: که چیرې په کاري چاپیریال کې نوښت نه اوسي او هره ورځ په تکراري ډول یو کار ترسره کیږي، نو د ستریس په ناروغۍ اخته کیږو.

۱۰.    په کاري چاپیریال کې د وخت د تیریدو په تمه: ډیری کارکوونکي په کاري ماحول کې یوازې د وخت د تیریدو په انتظار وي او وروسته تر څه مودې دې حد ته ورسیږي چې ځینې وخت د رخصتۍ ساعت د رارسیدو لپاره ان ثانیې هم شمیري، چې دا کار خپله د ستریس ناروغۍ په اخته کیدو لامل ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل