د نس وازدو له شره د خلاصون لارې چارې

ژباړه نسيمه محمدي

د تغذيې کارپوهانو وويل، چې څنګه کولاى شو د نس وازدو له شر څخه خلاص شو. د اکسپرس د راپور سره سم، د تغذيې انګليس کارپوهانو څلور خوړنيزې مادې يادې کړي، چې کولاى شي په مرسته يې د نس اضافي وازدې کمې کړٸ.
د هغوى په وينا، د وزن کمښت لپاره، بايد د ډېر پروټين لرونکي خواړه وخورٸ. نو تر هڅه لومړى، کارپوهانو د ماهي/ کب خوړل سپارښتنه کوي، ځکه د کبانو ترمنځ، تر ټولو زيات خوړنيز رژيم لري او غوړ يې هم کمه اندازه دي.
همدارنګه د تغذيې کارپوهان سپارښتنه کوي، چې د چرګې هګۍ هم بايد خوړنيز رژيم کې زياته شي.
هغوى توضيح ورکړه، هغوى چې دا محصول د سهارنۍ په توګه خوري، ٦٥% سلنه د هغوى په پرتله چې کاربوهايدرېت لرونکې سهارنۍ مصرفوي، ډېر وزن کمولاى شي.
دا کارپوهان وايي، د توت فرنګي، تمشک او بلوبرى په څېر مېوې هم بايد ستاسې په خوړنيز رژيم کې ځاى ولري، ځکه د فيبر غوره سرچينې دي، هضم ښه کوي او د نس د بادو په کموالي کې مرسته کوي.
پر دې سربېره، کارپوهان د خټکي خوړلو سپارښتنه کوي. دا مېوه د ليکوپن مادې بډايه سرچينه ده، چې د آرژنين، امينو اسيد د سطحې لوړې سبب او د بدن د وازدې سوځېدو چاره ګړندۍ کوي.
وړاندې تر دې کارپوهانو درې خوړنيزې مادې يادې کړې وې، چې د وزن د کمښت لپاره ګټور دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب