Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د زوی سلیزې پلار ته د خبرو کولو جرآت ورکړ

لیکنه:بهار سمسور

له یو کلن بندیز او شپاړس میاشتو وروسته د وخت غښتلی لوبغاړی اسټرالیاوی سټیو سمېت د کریکټ په معتبر فارمټ ټېسټ لوبه کې میدان ته ښکته شو،ولوبیده،وځلیده او بیا یې ثابته کړه،چې د توپ خرابولو موضوع یوه پېښه او تېروتنه وه، خو د نوموړي جسمي،زهني،تخنیکي او فکري کریکټ پای نه مومي.

سمېت د انګلستان خلاف د پینځه ټېسټ لوبو په لومړۍ هغه کې،د توپ وهنې په لومړۍ او دوهمه پاڼۍ کې په سلیزو جوړولو بریالی شو.ده په لومړي اننګز کې ۱۴۴ او دوهم کې ۱۴۲ منډې درج کړې.

RTS1L3OP-770x433.jpg
دی دوهم هغه توپ وهونکی شو، چې په ۱۱۸ اننګزونو کې ۲۴ تمه او ۲۵ سلیزه جوړوي،چې دا کار اسان هم نه دی.

دی دوهم نمبر اسټرالیاوی توپ وهونکی شو،چې په دواړو اننګزونو کې نیمه سلیزې جوړوي.

نوموړي د ایشېز سیریز په وروستیو لس پاڼیو کې، ۱۴۳،۱۴۱،۴۰،۶،۲۳۹،۷۶،۱۰۲،۸۳،۱۴۴،۱۴۲ منډې تر سره کوي.

د توپ وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې اسټرالیا د انګلستاني لوري له خوا تر سخت فشار لاندې وه،سمېت له سختې مجادلې وروسته د ځاني ۱۴۴ منډو پر مټ د اسټرالیا لپاره مجموعي منډې ۲۸۴ ته پورته کړې.

20161106001288330014-original-850x455.jpg
د سمېت دا سلیزه او بهترین اننګز د اسټرالیا لوبډلې او کریکټ مینوالو هغو انتقادونو ته چې پر دې لوبغاړي یې کول یو مثبت ځواب و،خو دا لوبه د نوموړي د پلار( پیټر )لپاره د خولې خلاصولو مهلت هم و.

د سمېت پلار، چې غواړي په لارډز لوبغالي کې دوهمې لوبې ته د کورنۍ له غړو سره یو ځای کیني د سمېت د سلیزې وروسته رسنیو ته له جذبې ډکو خبرو کې وویل:

“نن هر څه واضح شول،هغه څه چې وړتیا یې درلودله تر سره یې کړل.هغه د چارچاپېره خلکو تر سخت فشار لاندې دا سلیزه جوړه کړه،دا د نوموړي ښه والی نه و،دا ضرورت او هم وړتیا وه.”

r0_285_5568_3428_w1200_h678_fmax.jpg
پیټر په هغو سختو ورځو کې، کله چې سمېت له بندیز سره مخ و پلار یې ورسره په څنګ کې و او نوموړي ته یې ډاډ او حوصله ورکوله.
نوموړي زیاته کړه:

“ده بیخي زیات سخت کار وکړ،بیخي سخت کار تر څو دا موقع تر لاسه کړي،دا هغه څه و چې سمېت یې په اړه ماته ویلي و،دا یو سخت اننګز و،ده خپل حق ادا کړ.هر څوک باید له دې سلیزې خوند واخلي،دا د نوموړي حق ادا کول و.”

د سمېت پلار چې د زوی دا سلیزه یې مخامخ نه ده کتلې،بلکې په وروستیو کې یې لوبه تعقیب کړې وایي:

“ما ده ته وویل،ته باید کار وکړې،ما له هغې وروسته هیڅ ارام ونه کړ.ته باید هر څه کنټرول کړې،دا قوت په ده کې شته،دا دی نن یې هر څه ثابت کړل.”

دا لوبه د سمېت د دوه غبرګو سلیزو سره اسټرالیا وګټله،پلار یې خوښي څرګنده کړه،خو تر لوبې او بریا وروسته سمېت له سکای سپورت سره په خبرو کې وویل:

images.jpeg-2.jpg

“دا زما لپاره سخته وه،کله چې په لومړۍ ورځ توپ وهنې ته راغلم،هر څه مې سترګو ته ودریدل،خو ما هغه څه وکړل،کوم څه چې یې ضرورت و او ما په خپل ځان کې لیدل.

سټیون سمېت په کال ۱۹۹۸ د جون پر دوهمه د اسټرالیا په سیډني (کوګراه)کې له اسټرالیاوي پیټر او انګلستانۍ جیلین سمېت څخه پیدا شوی،مینای ښوونځی ترې نیمګړی ځکه پاتې شو چې کریکټ ته یې لومړیتوب ورکړ.

بیا یې په وقفې سره ښوونځی بشپړ کړ، ورپسې یې د حقوقو په برخه کې مسکوري پوهنتون څخه د فراغت اسناد تر لاسه کړل.

steve-smith_647_082017012547.jpg
نوموړی د اسټرالیا کریکټ لوبډلې ته د لېګ بریکر په توګه راغی،خو وروسته د ټاپ/مېډل ارډر بهترین توپ وهونکی شو او دا وخت یې نړۍ د یو با تجربه او غښتلي توپ وهونکي په حیث پېژني.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی