اپریل 21, 2021

هغه اړین کارونه چې همدا نن یې باید پيل کړو

 

انسانان تل د ښه ژوند تېرولو لپاره د یوې چارې په لټه کې دي او د دې لپاره باید هغه کارونه ترسره کړي، چې حالت یې ورځ تر بلې ښه شي. نو همدې لپاره باید له همدا نن څخه پیل کړو او بلې ورځې ته په تمه نشو، ځکه هره ورځ موږ ته فرصت نه راکول کیږي. نو نن یې پیل کړئ ترڅو راتلونکې کې د پښېمانۍ څخه ځانونه وژغوړئ.

ـ پر خپل ځان باور ولرئ او خپل په دننیو/ دروني احساساتو اعتماد وکړئ، هېڅکله ځان کمزوری مه ګڼئ.

ـ خپل وخت په هغه کار باندې ولګوئ، کوم چې د ترسره کېدلو هیله یې لرئ، نه هغه کار چې په جبر درباندې وشي.

ـ تل چټک اقدام وکړئ، ژوند کې تردید او زړه نا زړه‌توب ته ځای مه ورکړئ ځکه دا کار ستاسې ذهن ګډوډوي.

ـ خپلو تېروتنو او ستونزو ته وخاندئ، ځکه هر څومره چې ستونزې جدي ونیسو همدومره راته سختیږي او بیا نشو کولای پر وړاندې ودرېږو.

ـ ډېر سفر وکړئ، ترڅو نړۍ په غوره بڼه ووینئ.

ـ د خپلې شاوخوا ريښتینې نړۍ په نسبت ډېر معلومات ولرئ، ځکه هرڅومره مو چې معلومات ډېر شي زموږ پوهه هم ورسره لوړیږي.

ـ تل د خپل زړه دننني/ دروني غږ ته غوږ ونیسئ.

ـ له نورو سره ځان مه پرتله کوئ، کوم څه چې خپل ژوند کې لرئ هغه باندې شکر وباسئ او راتلونکې لپاره ډېره هڅه وکړئ.

ـ له ماتې څخه د وېرې پرځای په خطر لاس پورې کړئ.

ـ خپله مینه او لېوالتیا هغو کسانو ته ښکاره کړئ، کوم چې پرې مین یاستئ.

ـ خپل راتلونکې، اوس، او تېر وخت لپاره هېڅکله باید ناهیلي نشو، همدا اوس یې پیل کړو او دوام ورکړو.

ـ د تېرې ورځې لپاره مه خفه کېږئ، خپل ځان وبښئ او نوې ورځ مو د یوې موسکا او مثبت فکر سره پیل کړئ.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ