ادبیات ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

سترګې او د شخصیت څرنګوالی

لیکنه: ياران
لیکنه: طارق تسل

سترګې د انساني وجود هغه برخه ده، چې د انسان پنځګوني حواس پرې بشپړ شوي دي. په دې مانا چې پرته د سترګو له کارؤنې پاتې څلور حواس، هاغسې چې پکار وي، کار نه ورکوي. که د یو څه ذایقه څکو، لومړی یې لیدل پکار وي. که ګلان بویو او ورسره یې ننداره هم وکړو، خوند ترې اخیستل یې یو په دوه کېږي. که د چا خبرې اورو او هغه ونه وینو، مطلب ترې اخیستل یې چندان ښه په ذهن کې نه کیني او همدارنګه د یو څه لمس کولو ته خو لومړی د هغه د لیدلو بیخي ډېره اړتیا وي.

سترګې دي، چې د خلقت ننداره پرې کېږي او په دې توګه د خالق د پېژندنې په لومړني پړاو کې فکر کولو ته خام مواد برابروي. سترګې دي چې د انسان دروني کیفیات تشریح کوي او بل دا چې د زړه خبرې، د سترګو له اندازه جوتېږي.

په پښتو ادب کې هم د سترګو د بېلابېلو کیفیتونو ذکر په جلا جلا اندازونو کې شوی دی. چا یې خماري انداز د مئین لپاره د خوند مرګ بللی او چا پکې مئین ته د ژوند سندره تشریح کړی ده. چا مړو او معصومو سترګو ته د ژوند د مزو اوج ویلی او په زړونو کې یې څړیکې ورته پیدا کړي او چا ورته د محبت د ابتداء تیږه ویلې ده. حمزه بابا سترګې د ښکلا سرچینه بللې ده او د نظر په زاویو یې بلا ډېر توري سره په بېلابېلو موخو پییلي دي. بابا خو د سترګو په تړاو یو کیفیت دومره په عالي انداز شعر کړی دی، چې سړی ورته ګوته په غاښ شي او غونی یې ځیګ شي. په دې مانا، چې د مئین انسان د فطرت، د یوه اړخ تشریح یې ډېره په زړه پورې ډول باندې کړې.

غــل د محــبت غـــلــطېــدای نــــــشي

څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري

سترګو ته په پښتني ټولنه کې له ورکول شویو بېلابېلو صفتونو څخه د شخصیت څرنګوالی صورت نیسي. خړسترګی، زېړ سترګی او کلک سترګی، هغه چاته وایو چې له شخصیته یې په بېلابېلو مواردو کې منفي کړنې صورت نیسي او د ټولنې په خلکو ښې نه لګي. د سرو سترګو صفت هغه چاته کارول کېږي، چې خپلو موخو ته په رسېدلو کې بریالی شوی وي، شجاعت لري او جرائت یې په لوړ سټیج کې وي. د سترګو د جنګولو خبره بیا دومره خوږه ده، چې که له یوې خوا پکې جنګ ذکر دی نو بل خوا یې پاېله په مینې باندې راڅرخي. احسان الله درمل دا حالت داسې انځوروي:

موږ هم اول سترګې جنګولې وې مئین شوو بیا

ګوره که خدای سوله هم اخر له جنګه جوړه کړه

په پاې کې دا باید یاده کړو او اعتراف پرې هم وکړو، چې له مغزو وروسته، چې څومره د جوړښت له مخې سترګې پېچلې دي او لسګونه کوچنۍ برخې یې په تشکیل کې سره یو ځای شوي دي، همدومره یې د رازونو نړۍ هم پراخه ده او که لږه خبره نوره هم اضافه کړو، نو دا به ووایو چې د سترګو د بېلابېلو برخو د رازونو سپړل به په څو ټوکه کتابو کې ایله په تشریحي ډول ځای شي.

که سوله وشوه سوبه وشوه بل څه نه غواړم

په غـــنیمت کې ستا د ستـــرګو په ارمان یمه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ