د کرکټ په نړۍ کې میچل سټارک او د هغه میرمنې نړیوال ریکارډ جوړ کړ !

د اسټرالیا کرکټ لوبډلو دوه لوبغاړو، چې یو یې نارینه او بل یې ښځينه ده، په نړیوالو جامونو کې د لوبو د غوره لوبغاړو جایزو په اخېستلو سره نړیوال ریکارډ خپل کړ.
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې توپ وهونکې او وېکټ ساتونکې لوبغاړې الېسا هیلي د ښځينه شل اوریز جام په اوږدو کې د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه واخېسته؛ هغې په ټول ټورنمنټ کې تر ټولو توپ وهونکو زیاتې منډې کړې وې، نوموړې په پنځو لوبو کې د اسټرالیا لپاره ۲۲۵ منډې کړي، چې هره لوبه کې یې د منډو اوسط ۵۶ دی.
الېسا هیلي د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې پیلوونکې توپ وهونکې او وېکټ ساتونکې ده.

الېسا هیلي او مېچل سټارک یو بل سره واده کړی، دوی په ۲۰۱۶ م کال کې د اپریل په ۱۵ مه نېټه واده وکړ.
د سټارک مېرمن په ښځينه شل اوریزجام سیالیو کې چې د نومبرپه میاشت کې په ویسټ انډیز کې ترسره شو، د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه واخېسته او اسټرالیا د څلورم ځل لپاره د ښځينه شل اوریز جام اتلولي وګټله.
اسټرالیا انګلستان ته په پایلوبه کې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
د خاوند او مېرمن ریکارډ:
د کرکټ په نړۍ کې مېچل سټارک او الېسا هیلي هغه جوړه ده، چې ریکارډ جوړوي، مېرمنې یې اوس د ټورنمنټ د غوره لوبغاړې جایزه اخېستې ده؛ خو مېچل سټارک په ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز جام کې چې اسټرالیا کې ترسره شو، د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه اخېستې وه.

مېچل سټارک په نړیوال پنځوس اوریزجام کې ۲۲ وېکټې اخېستې وې او تر نورو بالرانو مخکې و.
دا دوه ریکارډونه، چې ښځې او خاوند په کرکټ کې جوړ کړي د کرکټ نړیوالې شورا سره د یو بهترین ریکارډ په توګه ثبت شول.
د مېچل سټارک زوکړه او کرکټ ته راتګ:
مېچل سټارک په ۱۹۹۰ م کال کې د اسټرالیا په سېډني ښارکې زېږېدلی دی، اوس هغه ۲۸ کاله عمر لري.
تر دې دمه په لس لوبډلو کې د نړۍ په کچه لوبېدلی دی. ۷۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۴۵ وېکټې اخېستې دي.
۲۰۱۰ کال کې یې یو ورځنیو لوبو پیل کړی دی. ۲۰۱۱ کې یې د ټېسټ لوبو اغاز کړی او په ۲۰۱۲ م کال کې یې د شل اوریزو لوبو پیل کړی.
سټارک د کرکټ په نړۍ کې د یارکر او فسټ بالېنګ بې جوړې توپ اچوونکی دی، چې فسټ بال سره یې سوېنګ بیا بیخي خطرناک دی.
هغه په کیڼ لاس توپ اچونه کوي او ځېنې وختونه تر ۱۵۰ بره سرعت هم توپ اچونه کوي.
د ښځینه لوبډلې له لورې اتلولۍ:
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ م کلونوکې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي اخېستې ده.

د سټارک او هیلي د ګډ ژوند پيلولو یو انځور

بل پلو بیا د اسټرالیا نارینه کرکټ لوبډلې په یو ورځنیو لوبوکې څلور ځلې اتلولي ګټلې، ۱۹۸۷ م کال کې اسټرالیا په پایلوبه کې انګلستان ته په ۷ منډو ماته ورکړې وه.
په ۱۹۹۹ م کال کې اسټرالیا د دوهم ځل لپاره د یو ورځني نړیوال کرکټ جام اتلولي وګټله او پاکستان ته یې په ۸ وېکټو پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
په ۲۰۰۳ م کال کې اسټرالیا د دریم ځل لپاره اتلولي خپله کړه، هندوستان ته یې پایلوبه کې په ۱۲۵ منډو ماته ورکړې وه.
او په ۲۰۱۵ م کال کې یې یو ځل بیا اتلولي وګټله او نیوزیلېنډ ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.




وروستي مطالب