مارچ 2, 2021

د پرمختګ زينه

ژباړه: حامد مشواڼی

ژوند په هواره لاره سفر کول نه دي، په ژوند کې هر وخت ناخوښه حالات راځي چې بحران ورته ويل کېږي. په ژوند کې له بحران څخه بچ کېدل شوني نه دي. د دې ستونزې يوازې يو حل دی او هغه د بحران د اداره کولو Crisis Management په هنر پوهېدل دي. انسان ته عقل د دې لپاره ورکړل شوی چې په دې هنر پوه شي او ګټه ترې واخلي.

که په ژور نظر ورته وګورو، بحران کومه بدي نه ده، بحران د هر انسان لپاره يوه ګټوره تجربه ده. هر بحران د انسان لپاره د بريا يوه نوې دروازه پرانېزي، په دې اړه صحيح فرمول يوازې يو دی او هغه دا چې بحران په موقع بدل کړئ. Turn the crisis into opportunity

انسان ته چې کوم عقل ورکول شوی دی، په دې کې بېحده زياتې وړتياوې دي. په عامو حالاتو کې دا وړتياوې ويدې وي، په عامو حالاتو کې دا وړتياوې هېڅکله هم نه راويښېږي. د فطرت نظام داسې دی چې انسان په بحران کې اخته شي چې دا ويدې وړتياوې يې راويښې شي او لوی لوی کارونه وکړي. ژوند يو چيلنج دی او د چيلنج مقابله کول انسان ته د پرمختګ دروازې پرانېزي.

بحران تل د فطرت د نظام لاندې راځي. په دې اړه د يو فرض کړي دښمن خلاف شکايت او ګيله کول له دې سره هېڅ اړه نه لري. انسان چې کله په ژوند کې له بحران سره مخ شي، هغه بايد په شکايت او ګيلو کې خپل وخت ضايع نه کړي، بلکې د خپلو ذهني وړتياوو د متحرک کولو هڅه دې وکړي. له دې سره به هغه وګوري چې بحران د هغه لپاره د پرمختګ يوه نوې زينه شوه.

دا اصول د فرد لپاره هم دي او د ټولنې لپاره هم، په شخصي ژوند کې هم د بريا راز همدا دی او په ټولنيز ژوند کې هم.

 

الرساله، جون ۲۰۱۴

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې ... نور ولولئ