ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

(هغه کس زموږ له ډلې نه دی چې خپله په خیټه موړ او ګاونډي یې وږی وي «حدیث»)

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

روژه د خير او برکت او د بېوزلو سره د مرستې مياشت ده. همدارنګه روژه د ګاونډيو او نورو غريبانو د حال د خبرېدو مياشت ده.

د بېوزلو او بېچاره خلکو د حالت احساس د روژې له اهدافو ګڼل کیږي.

روژتي چې کله په ورځ کې وږی او تږی شي، ښه درک کولای شي، چې لوږه او تنده څه مانا لري.

د دنیا قانون داسې جوړ دی، چې له اقتصادي پلوه ټول انسانان سره یوشان نه دي، ځینې شتمن دي او ځینې بې وزله، ځینې په یخو او ګرمو ستړي دي، ځینې نور بیا د سهار او ماښام لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري.

په روژه کې له بې وزله مسلمان ورور سره مرسته کول د ټولو مسلمانانو اسلامي او انساني وجیبه ده. روژه د پراخۍ صدقې او لاسنیوي غوره میاشت ده.

هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه د خپلو بېوزله دوستانو، خپلوانو، ګاونډيانو او د نورو اړو کسانو سره مرسته وکړئ.

الله (ج) په هغه چا زياته مهرباني کوي، کوم کس چې د الله (ج) د رضا لپاره صدقه ورکوي. په هغه بنده رحم کوي چې پر بېوزلو، غريبو او فقيرو بنده ګانو زړه سوى او ترحم لري.

زموږ د هیواد شتمنو خلکو ته په کار ده چې خپل ذکات او مرستې په بهرنیو هیوادنو کې ورنه کړي، بلکې دا مرستې دې د افغانستان غریبو خلکو ته ورکړي او لاسنیوی دې وکړي.

په افغاني ټولنه کې د نورو ستونزو سره سره یوه لویه ستونزه بې کاري او غریبي ده. زموږ د هیواد اویا فیصده خلک غریبان دي، داسې غریبان چې سهار یې ګټي او ماښام یې خوري.

له دې سره سره زموږ زیات هیوادوال بې سرپرسته دي او جنګونو یې د سر سیوری اخيستی دی، نو دا بې سرپرسته کسان مجبوره دي، چې نورو ته به د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاس وغځوي، دوی ته که چا څه ورکړه خو ښه تر ښه، کنه، په لوږه ژوند تېروي.

بېوزله، بېوسه او نېستمن خلک د دې وړ دي، چې مرسته ورسره وشي، ځکه له يو خوا دا د الله تعالی حکم دی او بل خوا د انسانیت نښه ده.

له بې وزلو سره د مرستې په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: ((هغه څوک له موږ سره نه دی، چې دی په خېټه موړ او ګاونډى يې ترڅنګ وږى ويده شي.))
رسول الله صلي الله عليه وسلم له غريبانو، بېوسو، فقيرانو او بېوزلو سره مرسته کوونکي په خلکو کې غوره او بهتر ګڼلي دي.

د اسلام سپېڅلي دين ټولنه د يوې واحدې کورنۍ په توګه ګڼلې ده، چې ځيني شتمن افراد به له بې وزلو سره مرسته کوي، د اړتيا پرمهال به د هغوى لاسنيوى کوي، هغوى ته به خوراک، جامې او نور د اړتيا وړ وسايل ورکوي، ترڅو د ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه شي.

په اخیر کې په شتمنو خلکودا غږ کوو، چې تاسو په خپل چم او ګاونډ کې د بیوزلو خلکو کور ته سر ورښکاره کړئ، د هغوی له حالاتو ځان خبر کړئ، د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړئ، تر څو مو خپل مسوولیت د الله تعالی په دربار کې ادا کړی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران