اپریل 17, 2021

شاهرخ خان په يوه فلم کې په ۲ څېرو راښکاره کېږي

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ باچا يو ځل بيا راګرځي.
د ۲۰۱۸ز کال راهيسي د باليووډ باچا شاهرخ خان هيڅ فلمي پروژه نده لاسليک کړې او لا يې هم مينوال په انتظار کي دي.
خان به دا ځلې د جنوبي هند د سېنما د پياوړي فلمونو جوړړونکې اتلي کمار په فلم کې کار وکړي.
د ممبی مېرور د خبر له مخې اتلي کمار د شاهرخ سره موافقې ته رسېدلی او ډېر ژر به ددې نوې پروژې لاسليک وسي او د شوټينګ چارې به يې پيل سي.

پدې فلم کي به شاهرخ خان په دوو رولونو کې را څرګند سي چې يو به يې مثبت او بل به منفي رول وي.
يوازي دا فلم نه بلکې د پټان فلم هم د خان خوښ سويدی.
د فلمفير رسمي ويبپاڼې تائيد کړې چې شاهرخ خان د پټان په نامه فلم خوښ سوی او د شوټينګ د پيل لپاره يې ټولې چارې بشپړې کړيدي.
خان به د اتل په څېره کې د فلم جوړوونکي سيدارت آنند په يوې نوي پروژه کې يوځل بيا کار وکړي چې د يش راج د کمپنۍ له لورې به جوړ سي، ترڅنګ به يې جان ابراهام په منفي رول کې ولوبېږي او ښځينه اداکاره به يې ډپيکا پاډوکان وي.
سيدارت آنند د يش راج کمپنۍ سره د ډايريکټر په حيث د “بنګ بنګ” او “وار” په څېر فلمونه جوړ کړي.
د پټان فلم ټرېلر به د راتلونکې ۲۰۲۱ز جنوري مياشتې په لومړيو ورځو کې ريلېز سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي