ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ باچا شاهرخ خان له خپلي ميرمني ګوري خان سره د ډيزاين په کارونو کي مرسته کوي.
شاهرخ خان او ګوري خان چي د فاور وګو نندارې کي يې د کال د غوره او سټايلش جوړې ايوارډ وګټی، د انټرنيټ په نړۍ کي يې يو ځل بيا شور جوړ کړی.
د شاهرخ ميرمن ګوري وايي، خان ډيره ښه سليقه لري،دده ښکلي ډيزاينونه خوښيږي او اکثريت وخت زما د کمپنۍ هغه ډيزاينونه تر ټولو ډير ګرم بازار لري کوم نظریه يې خان راکړې وي.
دا وايي زما او د اولادونو لپاره اکثره وخت شاهرخ انتخاب کوي،نو ځکه ځانګړي هم وي.
ګوري خان د کاليو، اطاقونو او ځينو نورو برخو کي د ډيزاين کمپنۍ لري چي اکثريت وخت په فلمونو کي هم ددې د کمپنۍ د ډيزاينونو څخه استفاده کيږي.
شاهرخ خان هم اوس ټولو هغه پروګرامونو ته د ګوري خان سره ځي چي د دوی د کمپنۍ اشتراک پکښې وي.
د باليووډ باچا درې مياشتي وړاندي پخپلي کليزي کي ويلي وه چي راتلونکې مياشت به د خپل نوي فلم تړون لاسليک کړي خو لا يې هم درک نسته.
د شاهرخ خان وروستی فلم د انند لا رای په ډايريکټرۍ سره د زيرو فلم وو چي په ۲۰۱۸ز کال کي ريليز سو او سخت تاواني هم سو.
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي