سینما او موسیقي کلتور او هنر مخکښان

که شاهرخ خان فلمي ستوری نه وای نو څه به وای؟

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ سېنما باچا شاهرخ خان په يوې نوي مرکې کې د خپل کار او مسلک په اړه خبري کړي.

شاهرخ خان چې د تېرو دريو لسيزو راهيسي پر باليووډ سېنما باچاهي کوي، په ۱۹۹۲ز کې د “ديوانا” فلم سره بالیووډ ته داخل سو،خو کله چې يې په “ډر” فلم کې منفي رول اجرا کړ ډېر زيات مشهور سو او د ډايريکټرانو فکر يې ځانته واړوی.

ده په “ټايمز اينډيا” سره په نوې مرکه کې ويلي چې ځوان استعدادونه سېنما ته راځي، موږ هم چې کله سېنما ته راغلو باید کار مو زده کړی وای چې وروسته هنرمندان او مشهور کسان راڅخه جوړ سوه،ځوانانو ته پکار ده چې ډېره هڅه وکړي او ځانونه ستړي کړي،دوی د سېنما راتلونکي دي.

دی وايي مينوال د متفاوت کار او نوښت کار غوښتونکي او خوښونکي دي،زه اخته يم تر څو د مينوالو په خوښه نوښتګر ولاړ سم، ځکه زه بېله خپلو مينوالو هيڅ هم نه يم او زه د دوی په ملاتړ هرڅه يم.

خان وايي ترجيح ورکوم چې د باليووډ لپاره لا ډېر کار وکړم،زه نغواړم چې هاليووډ کې کار وکړم خو په داسي بهرني فلم کې چې موضوع يې نړيواله او هرچاته جذابه وي هيله لرم چې رول ادا کړم.

تر ټولو مهم څه چې مينوال غواړي پوه سي چې که چېري شاهرخ خان فلمي ستوری نه وای نو څه به وای،د “ټايمز هندوستان” د خبريال د پوښتني په ځواب کې ويلي چې زما ډېر خوښېدله چې زه يو ښوونکی و اوسم او په يوې ښوونځۍ کې مې ماشومانو زده کړه ورکولای،او همدارنګه د فلمونو د تبليغاتو په اړه به مې يوه کمپنۍ جوړه کړې وای.

خان وايي زه د خپلو مينوالو لپاره هغه څه جوړوم چې دوی يې غواړي،زما مينوال چې کله زما فلم ګوري د نړۍ سره اړيکي پرېکوي او يوازي هغه څه تعقيبوي چې زه يې ترسره کوم،دا زموږ ترمنځ ستره مينه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ