د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پرېمر لېګ ۱۲مه لوبه کې کلکتې نايټ رايډرز د ۳۷ منډو په توپير راجستان رويالز ته ماته ورکړه.
د ددې په زړه پورې لوبې کتلو لپاره د کلکتې لوبډلې مالک شاهرخ خان هم راغلی وو،چې مېرمن او زوی يې هم ورسره وه.


د راجستان رويالز لوبډلې هم پر خپلې ټويټر پاڼې د شاهرخ خان راتګ يوه خوشحالي بللې.


په هر صورت،د لوبې پچه راجستان وګټله او کلکتې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کلکتې په پوره ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې هدف وټاکی.
fb img 16014892347487958006721391810560 د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا
شبمان ګېل ۴۷، ايون مورګن ۳۴ او انډري رسل ۲۴ منډې وکړې.
د راجستان لپاره راجپوټ،انادکت،ټام کرن او ټيواټيا يوه يوه ويکټه،همدارنګه جوفرا ارچر دوې ويکټې ترلاسه کړې.
fb img 16014892975706862017452672990683 د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا
د ۱۷۵ منډو هدف د پوره کولو لپاره د راجستان د توپوهونکو پيل او منځ خوندور نه وو.
تر ټولو ډېرې منډې ورته ټام کرن ۵۴،بټلر ۲۱ او ټيواټيا ۱۴ وکړې.
fb img 16014892239851132505752936352985 د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا
د کلکتې لپاره ماوي،ناګارکوتي، او ورن دوې ويکټې واخيستې،همدارنګه نارين، کمينز او ياداو يوه يوه ويکټه واخيسته.
بلاخره کلکتې د ۳۷ منډو په توپير راجستان ته ماته ورکړه.
د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه شيوام ماوي ته ورکړل سوه.
fb img 16014924515043232485261979416404 د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا
کلکتې په ۳ لوبو کې ۲ ګټلي او د جدول په دويم ځای کې قرار لري، همدارنګه راجستان هم په ۳ لوبو کې ۲ ګټلي او د جدول په دريم ځای کې قرار لري.
img 20200930 23444050348441936410610 د شاهرخ خان شتون او د کلکتې بريا
نن ماښام ۰۶:۳۰ بجې د پنجاب او ممبی لوبه ده.