دیموت کرونرټنی نړیوال جام لپاره د سریلانکا نوی لوبډلمشر وټاکل شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سریلانکا تر اوسه نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې، خو پرون یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د ملېنګا پر ځای نوی لوبډلمشر وټاکه.
ملېنګا چې فسټ بالر دی، د افریقا په سفر کې د لوبډلمشر و، چې ټیم یې دومره ښه ونه ځلېده، له ټېسټ لوبو وروسته یې یو ورځنۍ لوبې وبایللې.
کرونرټنی د سریلانکا کیڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی دی، هغه ۳۰ کاله عمر لري او په ۱۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۹۰ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۶۰ منډې د یادولو وړ دي.
کرونرټنی به په نړیوال جام کې د سریلانکا نوی لوبډلمشر وي.
سریلانکایي لوبډله په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۵ م کلونو په منځ کې خورا اغېزناکه لوبډله وه، ۲۰۱۱ م کال کې له هندوستان سره د نړیوال جام پایلوبې ته وتلې وه، هغه مهال له دې لوبډلې سره دېلشن، سېنګا کارا او جایاوردنی هم ملګري وو.
له دې وړاندې یې شل اوریز جام وګاټه؛ خو په دې وروستیو کې یې لوبې ډېرې کمزورې شوي، اسیا جام کې ورته افغان لوبډلې ماته ورکړه او له پرله پسې ماتو وروسته د دې لوبډلې پخواني لوبډلمشر الراونډر انجلیو متیوز له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

سریلانکا په یو ورځنیو لوبو کې اتم مقام لري او په شل اوریزو لوبو کې بیا له افغانستان وروسته په نهم مقام کې ده.
تر اوسه پورې د نړیوال جام لپاره نیوزیلېنډ، اسټرالیا، هندوستان، انګلستان او بنګله دېش لوبډلې اعلان کړي؛ افغانستان، سریلانکا، پاکستان، ویسټ انډیز او سهیلي افریقا تر اوسه لوبډلې نه دي اعلان کړي.
انجلیو متیوز، ملېنګا، دېنېش چنډېمل او تېسارا پرېرا د سریلانکا لوبډلمشري کړې؛ خو اغېزناک نه وو.
اوس دېموت کرونرټنی لوبډلمشر شوی او د ده لوبډلمشري به هم امتحان شي.
د ملېنګا په لوبډلمشرۍ کې سریلانکا د افریقا خلاف په پنځه یو ورځنیو لوبو کې ۵ د صفر پر وړاندې ماته وخوړه او دوه شل اوریزې لوبې هم افریقا د صفر پر وړاندې له سریلانکا څخه وګټلې.
سریلانکا په خپلو وروستیو ۱۵ یو ورځنیو لوبو کې یوه لوبه ګټلې او ۱۴ یې بایللي دي.
کرونرټنی په داسې حال کې لوبډلمشر کېږي، چې لوبډله یې فوم او ټچ کې نه ده او ښایي دی هم ماتې تجربه کړي.