سریلانکا تر ۴۴ میاشتو انتظار وروسته په خپل کور کې لوبلړۍ وګټله

لیکنه: عبدالله عادل
د سریلانکا په کوربتوب د دریو یو ورځنیو لوبو د سریز په دوهمه لوبه کي بیا هم کوربه سریلانکا د بنګلدېش لوبډلي ته ماته ورکړه.
سریلانکا پرون د بنګلدېش خلاف د ۲۳۹ منډو هدف پوره کړ او وتوانېده چي تر دریو کلنو او اتو میاشتو وروسته په خپل کور کي سریز وګټي.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا لوبډلي د ۹۱ منډو په توپير ګټلې وه او پرون یادي لوبډلي بیا ښه لوبه نندارې ته وړاندي کړه او مېلمه بنګلدېش لوبډلي ته يې په اوو ویکټو ماته ورکړه.
د پرون په لوبه کي بنګلدېش لوبډلي تر ټاس ګټلو وروسته لومړۍ د توپ وهني پرېکړه وکړه په کومه پرېکړه کي چي بریالۍ نسوه.
د بنګلدېش لوبډلي لوبډلمشر تمیم اقبال د تیري لوبي غوندي بیا هم ونه ځلېد او یې یوازي ۱۹ منډي جوړي کړي په ټوله کي د بنګلدېش لومړي درې توپ وهونکي ژر اوټ سوه خو وروسته د بنګلدېش لوبډلي پياوړي او باتجربه توپ وهونکي مشفق الرحیم خپله لوبډله له سخت حالت څخه را بهر کړه نوموړي په حساس وخت کي په ۱۱۰ توپونو ۹۸ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې د نوموړي تر څنګ بنګلدېش ته الراونډر مهدي حسن ۴۳ منډي جوړي کړې په پای کي د بنګلدېش ملي لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره کوربه سریلانکا ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لوبډلي ټاکلی سوی هدف د فیرناندو د ۸۲ او متیوز د ۵۲ منډو په مټ د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۴.۴ اورونو کي په اسانۍ سره بشپړ کړه او د لوبي تر څنګ یې سریز هم په خپل نوم کړ.
د لوبي غوره لوبغاړی د کوربه سریلانکا لوبډلي اُپنر توپ وهونکی اویشکا فیرناندو ونومول سو چا چي په ۷۵ توپونو د نهه څلوریزو او دوو شپږو په مټ ۸۲ منډي جوړي کړې وې.
د بنګلدېش او سریلانکا لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو سریز دا مهال ۲ــ ۰ د کوربه لوبډلي په ګټه روان دی ، یادي دواړي لوبډلي به خپله وروستۍ سریز لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ماپښین ۲:۳۰ بجې په کولمبو کي ترسره کړي.