سپورټ کرکټ وزش او تمرین

هغه افغان لوبغاړي چې د سریلانکا لیګ کې اخیستل شوي؛ کریم صادق هم په کې دی

د سریلانکا سوداګریز کرکټ لیګ چې د svلانکا په نامه دی، د روانې نومبر په ۲۵ مه په سریلانکا کې د پنځه لوبډلو په ګډون پېلېږي.

په دغه لیګ کې کابو میاشت وړاندې حضرت الله ځاځی او نوین الحق اخېستل شوي وو؛ خو له دې دوه اوونۍ وروسته بیا خبر خپور شو، چې رحمان الله ګربز هم اخېستل شوی دی.

رحمان الله ګربز د تېرې جمعې په ورځ د سریلانکا لیګ کې د لوبېدو لپاره سریلانکا ته ولاړ او له هېوادوالو یې غوښتي وو، چې ده ته دعا وکړي، ترڅو ښه وځلېږي.

په دغه لیګ کې د قیس احمد اخېستل هو یقیني شوي دي.

نن د سه شنبې په ورځ کریم صادق هم په یاد لیګ کې د لوبېدو لپاره سریلانکا ته وخوځېد.

سمیع الله شینواری او افتاب عالم هم د لنکا په لیګ کې اخېستل شوي او کېدای شي، نږدې ورځو کې یاد هېواد ته سفر وکړي.

Afghanistan's Sphageeza Cricket League To Begin From September 13 - Cricket  Addictor English | DailyHunt

د سریلانکا سوداګریزې کرکټ لوبې د ډېسمبر په ۱۶ مه پای ته رسېږي.

د لانکا لیګ لوبډلې

کولمبو کېڼګز؛ دې لوبډله کې انجیلیو متیوز، اېسورو اوډانا، دېنېش چنډېمل، امېلا اپونسو، اشان پریانجایا، دوشمنتا چمیرا، جیفري ونډرسی، تیکشېلا ډېسېلوا، کاوشال، لهیرو اوډارا، هیمېش رمانېکا، کلانا پرېرا، ترېنډو رتنایاکا، نوډ پاراناوېتانا.

د دې لوبډلې بهرني لوبغاړي عبارت دي له انډری رسل، فاف ډوپلیسي، منپریت سېنګ ګوني، مان وېنډر بېسلا او روېندر پال سېنګ.

ډمبولا هاکس

ډسون شانکه، نورېشن ډېکوېلا، لهیرو کومارا، اوشاډا فرنېنډو، کسون رجیتا، لهیرو مدوشنکا، اپال ترنګا، انجلیو پرېرا، رامش مېنډس، پولېنا ترنګا، اشېن بنډارا، دېلشن مدوشنکا، سچېنډو کولمبیج.

بهرني لوبغاړي، ډېوېډمېلر، کارلوس برېتويټ، سامت پټېل او پال سټېرلېنګ.

ګېل ګلېډېئټرز

لسېت ملېنګا، دنوشکا ګوناتیلیکا، بنوکا راجاپکسا، اکېلا دننجایا، مېلېنډا سري ورډانا، لکشن سندکن، شېهن جایاسوریا، اسیتا فرنېنډو، نوون توشارا، محمد شیراز، دننجایا لکشن، چانکه رو وانسیري.

شاهد افریدي، کولېن اېنګرام، حضرت الله ځاځی، محمد عامر، سرفراز احمد او اعظم خان.

جفنا سټالیئنز

تېسارا پرېرا، وانېنډو هسرنګا، اوېشکا فرنېنډو، دننجایا ډېسېلوا، سورنګا لکمل، بېنورا فرنېنډو، مېنود بانوکا، چتورنګا ډېسیلوا، مهیش تیکشانا، چرېت اسلانکا، نوېنېنډو فرنېنډو، کاناګرټنم کپیلراج، دېنوشن، یي یاکنت.

ډېوېډ مېلن، شعیب ملک، عثمان شینواري او اصف علي.

COVID-19 crisis: Sri Lanka Premier League postponed until mid-November

کېنډي ټوسکرز

کوسال جنېت پرېرا، کوسال مېنډس، نوون پراډیپ، سیکوج پراسانا، اسیلا ګونارټنی، کمېنډو مېنډس، دېلرویان پرېرا، پریامل پرېرا، کوېشا انجولا، لسېت اېمبولډینیا، لهیرو سمراکان، نېشن مدوشکا فرنېنډو، چمېکا ایډېرېسېنګ، اېشان جایارټنی.

کرېس ګېل، لیام پلنکېټ، وهاب ریاض او نوین الحق دې لوبډله کې دي.

د کریم صاق، افتاب عالم، سمیع الله شینواري د لوبډلو په اړه څه ندي ویل شوي، چې کومو لوبډلو سره به وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ