سپورټ نړیوال کرکټ

د سریلنکا سپورټ وزارت: د کرکټ روزونکې ډله دې بدله شي

لیکنه: بهار سمسور

د سریلنکا سپورټس وزارت له سریلنکایي کریکټ بورډ غوښتنه کړې، چې د بنګلادېش سره پر خپل کوربه توب تر لوبو وړاندې روزونکي ډله بدله کړي.

د سپورټس وزارت وروسته له هغې دا جدي غوښتنه کوي، چې سریلنکایۍ لوبډله کلونه کیږي، له ماتو سره مخ ده او په تېر نړیواړ جام کې هم ښه ونه ځلیده.

سپورټس وزارت ویلي، د روزونکي ډلګۍ په اړه څیړنه مهمه ده او له هغې وروسته دې بدلون راشي، دا ډله دې کور ته رخصت کړل شي.

د سریلنکا کریکټ بورډ ویلي؛ پر اړوند موضوع د کریکټ بورډ مشر شامي سیلوا له سپورټس وزیر سره خبرې وکړي.

20190718_103025.jpg
کریکټ څارونکي بیا د سپورټس وزیر دا خبره ښه نه ګڼي،چې په دې لنډ وخت کې دې روزونکي ډله بدله شي. دوی وایی؛تر سیریز مخکې روزونکي لري کول به پر لوبډله ښه اغېز ونه کړي او دا به د لوبډلې لپاره ښه خبره نه وي.

سریلنکا کریکټ ملي لوبډله دا وخت د مشر روزونکي چاندیکا هاترسینګا ،توپ وهنې روزونکي جان لیویس او توپ نیونې روزونکي سټیو ریکسن تر روزنې لاندې لوبیږي،چې د دوی له منځه ممکن یو یا هم دوه یې له لوبډلې سره پاتې هم شي.

د توپ وهنې او توپ نیونې له روزونکو ریکسن او لیویس سره د بورډ تړون تر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پورې و، چې دا وخت پای ته رسیدلی او دا وخت د بورډ غږ ته منتظر دي.

د سریلنکا کریکټ لوبډلې د توپ نیونې برخه په نړیوال جام کې ښه ښودل شوې،لیکن د توپ وهنې پر روزونکي او مشر روزونکي انتقادونه شتون لري.

دا وخت له مشر روزونکي چاندیکا سره ۱۸ میاشت په قرارداد کې پاته هم دي، خو که د سپورټس وزیر خبره ځای نیسي نو ممکن درې یا هم له دریو دوه یې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

20190718_104225.jpg
دا موضوع په داسې حال کې را مخکې کیږي،چې د بنګلادېش کریکټ لوبډله سریلنکا ته روانه ده او د سریلنکا په کوربه توب له کوربه لوبډلې سره د درۍ یوه ورځینیو لوبو لړۍ د روانې میاشتې په ۲۶ تاریخ پیلوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی