سريلانکايۍ لوبډله شايد بيرته خپل هيواد ته ستنه سي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د سريلانکا او بنګلدېش ترمنځ د لومړۍ يو ورځنۍ لوبې څو ساعتونه مخکې د ۲ سريلانکايي لوبغاړو او مشر روزونکي د کرونا وېروس ازموينې مثبته پايله ورکړه.

سريلانکايۍ لوبډله بنګلدېش ته د ۳ يو ورځنيو لوبو لپاره تللې ده چې لومړنۍ لوبه يې نن تر غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې ده.

خو تر لوبې يوازې څو ساعتونه وړاندې د دوو سريلانکايي لوبغاړو چي نومونه يې ندي په ډاګه سوي او مشر روزونکي د کرونا وېروس ازموينې مثبته پايله ورکړې.

د سريلانکا کريکټ ټولو لوبغاړو يو دوز د کرونا وېروس واکسين لګولی دی ،همدارنګه مشر روزونکي يې دوه ځلي دا واکسين تطبيق کړیدی خو انتظار دي چي يو ځل بيا د وېروس پايله وګوري چې ايا ښه سويدي که نه.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ شايد لومړنۍ لوبه چې نن ترسره کېږي وځنډېږي او هلته د سريلانکا د کريکټ بورډ چارواکو ويلي دي چې دوی د خپلو لوبغاړو د روغتيا په اړه اندېښمن دي اوس پر دې کار کوي چې خپل لوبغاړي بيرته هيواد ته ستانه کړي.

تر ډسمبر مياشتې راوروسته سريلانکايۍ لوبډلې څلور نړيوال سيريزونه ترسره کړي خو دا لومړی ځل دی چې لوبغاړي يې په کرونا وېروس اخته کېږي.