مارچ 5, 2021

سریلانکا اګسټ میاشت کې د کرکټ کورنی لیګ پيلوی

د سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې په راتلونکې اګسټ میاشت کې به د سریلانکا د کرکټ کورنی شل اوریزه لیګ پيل کړي.
د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې له هند او بنګله دېش سره بیلابیل سریزونه درلودل، چې دا سریزونه د کورونا ویروس له امله د خطر سره مخ شوي دي.
خو اوس سریلانکا کرکټ بورډ پلان نیولی، چې د یادو سریزونو په ځای راتلونکې اګسټ میاشت کې خپل کورنی د کرکټ لیګ پيل کړي.
سریلانکا کرکټ بورډ په دې تړاو تازه د نورو هیوادونو له بورډونو سره هم خبرې پيل کړي، تر څو بهرني لوبغاړو ته په یادو سیالیو کې د لوبېدو زمینه برابره کړي.
د معلوماتو له مخې د سریلانکا په دې کورنیو سیالیو کې به ۵ لوبډلې شاملې وي او شاوخوا په ۳ اونیو کې به د ټول لیګ لوبې ترسره شي.
کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د لیګونو ترڅنګ د کرکت نړیوال جام او اسیا جام ته یو لوی ګواښ جوړ کړی.
سریلانکا د نورو اسیایي هیوادونو په پرتله د کورونا ویروس په وړاندې خورا ښه مبازره کړې او دا ویروس یې سریلانکا کې مهار کړ.
د هند ای پي اېل سیالۍ په مارچ میاشت کې پیلیدې، خو تراوسه لا د کورونا ویروس له امله ندي پيل شوي.
د کرکټ نړیوال جام، چې  د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پلان شوی، هم یې په اړه وروستۍ پرېکړه راتلونکې جولای میاشت کیږي.
هندوستان وايي، که نړیوال جام ترسره نشي، نو د روان ۲۰۲۰م په وروستیو کې به آی پي ایل سیالۍ ترتیب کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي