هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي

د هند د سینما وتلې ستورې سریدیوي چې د اتایمې او نویمې لسیزې پر مهال یې پر فلمي نړۍ واکمني کوله خپلې دوه لوڼې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې له سیلفي عکسونو له خپرولو منعه کړې چې دواړو لوڼو پرلپسې او فیشني پوسټونه یې د هند د ټولنیزو رسنیو سر ته راپورته شول.

هندي رسنۍ وايي، د سریدیوي مشره لور جانوي کپور په بالیوډ سینما کې راڅرګندیدو ته چمتوالی نیسي او داسې ویل کیږي چې ښايي د کرن جوهر په یو نوي فلم کې راڅرګنده شي.

خپله سریدیوي په دې وروستیو کې له لس کلنې وقفې وروسته بیرته د ( اینګلیش، وینګلش) فلم کې په کار کولو بیرته دسینما په پرده راڅرګنده شوه.

سریديوي په یوې تازه مرکې کې ویلي، دواړه لوڼې ۱۹ کلنه جانوي او ۱۶ کلنه خوشي یې لومړیتوبونه دي او ددې دواړو لپاره ښه مور کیدل ورته تر بل هر څه مخکې دي.

د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ

د هندوستان (IANS ) خبري اژانس د سریدیوي له خولې وايي، د یو چا لپاره تر ماشومانو بل هیڅ ډیر مهم نه دي.

دا خبري اژانس وايي، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د سریدیوي او ددې د دواړو لوڼو حضور د دوی د فیشن ډوله پوسټونو له کبله ډیر محسوس و.

راپور وايي، د سریدیوي د لوڼو په اړه په هند کې کنجکاوي زیاته ده او خلک یې تر ډیره د ټولنیزو رسنیو له لارې څاري. په دې وروستیو کې دوی حیدراباد ته یو واده ته تللې وي چې په ټویټر کې یې زرګونه خلک په تازه پوسټونو پسې سرګردانه وو .

هندي رسنۍ وايي، داسې ښکاري چې لوڼو یې په ټولنیزو رسنیو کې د سلفي ګانو د نه خپرولو په اړه د سریدیوي سپارښتنه منلې او اوس خپل عکسونه نه خپروي.

سریدیوي وايي، مخکې له دې چې زه خپله مور شم زما یاد دي چې زما مور ماته څه ویل او څه ډول چلن یې راسره کاوه. هغه تل زما ذهن کې ده.

نوموړې زیاته کړې:” کله چې څوک مور شي ، د خپلو اولادونو د خوندیتوب او ښیګڼې فکر په طبیعي توګه سر کې پیدا کیږي. اړتیا نه شته چې څوک مورکیدل زده کړي. دا طبیعي څه دي چې هره مور یې لري. “

د سریدیوي راتلونکی فلم هم د مور ( Mom) په نوم دی.

یاران کې نورې لیکنې

د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ ـ حقپال
د نړۍ پنځه پیاوړې ښځې
« خیال» او که « فکر»؟
۷ شیان چې له ویده کیدو مخکې یې هیڅکله مه خورئ
تر وخت مخکې د ويښتو د سپینیدو سببونه
د مخ د پوستکي د تازه ګۍ او ځلا لپاره پنځه خواړه
ويښته مو تویږي ! څنګه یې مخه نیولی شئ؟
که ږیره مو خارښت کوي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */