سپورټ نړیوال کرکټ

سندکن د سټیف سمېت په رن اوټ کولو کې غلط شو او د خلکو د مسخرې شو!

د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په برېسبېن ښار کې ترسره شوه.

سریلانکا ۱۹ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې.

اسټرالیا دا هدف په ۱۳ اورونوکې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

اېرون فېنچ په صفر وسوځېد؛ خو ډېوېډ وارنر یو ځل بیا ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

سټیف سمېت له وارنر سره ون ډاون کې ملتیا کوله؛ سریلانکايي بالر لکشن سندکن دیارلسم اوور پیل کړی و، ډېوېډ وارنر مخامخ شاټ ولوباوه او بال په نان سټرایک وېکټ ولګېد، دا مهال سټیف سمېت له کریز وتلی و او غوښتل یې چې منډه جوړه کړي.

خو د ډېوېډ وارنر شاټ وېکټو راونیو او له هغې وروسته بالر سندکن بال په کیڼ لاس کې ونیو او وېکټ یې په ښي لاس وویستله.

سمېت ځان کریز ته ورساوه او لوبڅار هم اوټ ورنه کړ، له دې وروسته سټیف سمېت په لکشن سندکن پسې ښه ډېر وخندل.

KhVYyGIs.jpg

کله چې کرکټ کې داسې واقعه یا پېښه رامنځته کېږي، بالر باید بال په لاس کې ولري او بیا بال له وېکټ سره ټچ یا لمس کړي او وېکټ وباسي بیا رن اوټ حسابېږي.

خو که بالر بال په یو لاس کې نیولی وي او وېکټ په بل لاس وباسي، بیا رن اوټ نه حسابېږي.

نو سندکن هم همداسې تېروتنه وکړه او سمېت له رن اوټ بچ شو، له هغې وروسته سمېت ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او سریلانکا ته یې بیا ستره ماته ورکړه.

د لکشن سندکن دا رن اوټ اوس د خلکو د مسخرې وړ ګرځېدلی او ډېری کرکټ ماهرین په هغه پورې خاندي او هغه یې د ښوونځیو د کچې یو لوبغاړي سره تشبِه کړی، چې ډېر په اصولو نه پوهېږي.

ځېنې له ډېرې بېړې اوترۍ هم له ځېنو لوبغاړو رن اوټ مِس کېږي.

سیریز اسټرالیا وګاټه او دوه د صفر پر وړاندې مخته روان دی.

د نومبر په لومړۍ نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه په مېلبورن ښار کې ترسره کېږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی