سریلانکا د بنګلدېش پر وړاندي لوبو ته ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

لیکنه: عبدالله عادل
نیروشن ډیکوالا ، لهیرو کمارا ، اکیلا دننجایا او لکشن سندکن هغه سریلانکايي لوبغاړي چي د نړیوال جام پر مهال د سریلانکا لوبډلي برخه نه وه خو اوس ورته د بنګلدېش پر وړاندي لوبو ته موقع ورکړل سوې.
په ټوله کي د سریلانکا لوبډلي ته لس هغه لوبغاړي راستانه سوي چي د یو څه وخت لپاره د لوبډلي څخه ليري پاته سوي وه چي له ویندو هسرنګا ، اکیلا دننجایا ، امیلا اپونسو ، لکسن سندکن ، شیهان جیسوریا ، لاهیرو کمارا ، نیروشن ډیکوالا ، دنوشکا ګوناتیکا ، داسن شنکا او لاهیرو مدوشنکا څخه عبارت دي.
۲۹ کلن دنېش چندیمال څوک چي د ۲۰۱۸ کال تر اکټوبر پوري یې د لوبډلي مشري کول یو ځل بیا هم له پام څخه غورځېدلی او ورته موقع نده ورکړل سوې.
سریلانکا د جولای له ۲۳مي څخه د جولای تر ۳۱مي پوري د درویو یو ورځنیو لوبو لپاره د بنګلدېش کوربتوب کوي.
د سریلانکا ۲۲ کسیزه نوملړ:
دیموت کرونراتني لوبډلمشر ، کوسال پریرا ، اویشکا فرناندو ، کوسال مینډیس ، انجلا میتوز ، لاهیرو تیریماني ، شیهان جیسوریا ، دننجایا ډي سلوا ، نیروشن ډیکوالا ، دنوشکا ګناتیکا ، دسن شنکا ، وینیدو هسرنګا ، اکیلا دننجایا ، امیلا اپونسو ، لکشن سندکن ، لسیت ملینګا ، نوان پرادیپ ، کسن راجیتا ، لاهیرو کمارا ، تیسارا پریرا ، ایسورو وډانا او لاهیرو مدوشنکا.
 

د ژوند د تحول لټون!

by حنیفه مومند ، کابل in بریا او پرمختګ

سهار وختي وو. د لمونځ نه پس مې د خپل کور په حويلۍ دوره وهله. ذهن مې نارامه وو، له ځان سره مې وويل، دا نو څه ژوند دى هره ورځ په يو کار پسې ... نور ولولئ