د کلکتې او حیدراباد مقابله او تېرې لوبې

د حیدراباد لوبډله نن ماښام د کلکتې پر وړاندې د آی پي اېل په درېیمه لوبه کې مخ ده.

تېرو لوبو ته په کتو د حیدراباد لوبډله نسبت کلکتې ته کمزورې برېښي، ځکه په تېرو لوبو کې ډېرې لوبې کلکتې ګټلي دي او کمې یې حیدراباد په خپل نوم کړي دي.

د کلکتې او حیدراباد تېرو لوبو او بریاوو ته کتنه

د ۲۰۱۳ راهیسې دواړه لوبډلې ۱۹ ځلې مخ شوي دي، لومړۍ لوبه د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۱۴ مه نېټه په کلکتې ښار کې ترسره شوه، دا لوبه کلکتې لوبډلې په ۴۸ منډو ګټلې وه.

دویمه لوبه په همدې کال کې د مې په ۱۹ مه نېټه په حیدراباد کې ترسره شوې وه، چې حیدراباد په ۵ وېکټو ګټلې وه.

درېیمه لوبه د ۲۰۱۴ د مې په ۲۴ مه په کلکته کې ترسره شوه، چې کلکتې په څلور وېکټو ګټلې وه.

څلورمه لوبه د ۲۰۱۵ د اپریل په ۲۲ مه ترسره شوه، چې حیدراباد په ۱۶ منډو ګټلې وه.

۲۰۱۵ کې پنځمه لوبه د مې په ۴ مه په کلکته کې ترسره شوه او کلکتې په ۳۵ منډو ګټلې وه.

د ۲۰۱۶ د اپرېل په ۱۶ مه د دواړو لوبډلو ترمنځ شپږمه لوبه وشوه، چې کلکتې په ۸ وېکټو وګټله.

۲۰۱۶ کې د مې په ۲۲ مه اوومه لوبه وشوه، چې کلکتې په ۲۲ منډو وګټله.

د ۲۰۱۶ د مې په ۲۵ مه نېټه اتمه لوبه ترسره شوه، چې حیدراباد په ۲۲ منډو وګټله دا لوبه په ډیلي ښار کې ترسره شوې وه.

۲۰۱۷ کې د اپرېل په ۱۵ مه لوبه کلکته کې ترسره شوه، چې دا لوبه کلکتې په ۱۷ منډو وګټله او دا د دواړو لوبډلو ترمنځ ۹ مه لوبه وه.

۲۰۱۷ کې د اپرېل په ۳۰ مه نېټه لسمه لوبه ترسره شوه، چې دا لوبه حیدراباد په ۴۸ منډو وګټله.

یوولسمه لوبه په ۲۰۱۷ کې د مې په ۱۷ مه ترسره شوه، چې کلکتې په ۷ وېکټو وګټله.

۲۰۱۸ کې دولسمه لوبه حیدراباد حیدراباد په ۵ وېکټو وګټله دا لوبه د اپرېل په ۱۴ مه شوې وه.

د ۲۰۱۸ د مې په ۱۹ مه دیارلسمه لوبه ترسره شوه، چې کلکتې په ۵ وېکټو وګټله.

۲۰۱۸ کې د مې په ۲۵ مه دواړه لوبډلې د څوارلسم ځل لپاره مخ شوې، چې لوبه حیدراباد په ۱۴ منډو وګټله.

۲۰۱۹ کې د مارچ په ۲۴ مه نېټه لوبه کلکتې په ۶ ويکټو وګټله او د پنځلسم ځل و، چې دواړه لوبډلې مخ شوې وې.

۲۰۱۹ د اپرېل په ۲۱ مه د شپاړسم ځل لپاره لوبډلې مخ شوې، چې لوبه حیدراباد په ۹ وېکټو وګټله.

۲۰۲۰ کې د سپټمبرپه ۲۶ مه نېټه اوولسمه لوبه کې دواړه لوبډلې مخ شوې، چې لوبه کلکتې په ۷ وېکټو وګټله او وروستي ځل لپاره په ۲۰۲۰ کې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه مخ شوې، چې کلکتې سوپر اوور کې بریا خپله کړه.

په دې لوبو کې ۱۲ یې کلکتې او اووه یې حیدراباد ګټلي دي.

د راشدخان او دېنېش کارتېک مخ کېدل

راشدخان د دېنېش کارتېک پر وړاندې لوبه کې مخ شوی دی، په دې لوبو کې راشدخان ۲۶ توپونه ترسره کړي دي، چې دېنېش کارتېک ترې ۲۹ منډې اخیستي او دوه ځلې د راشدخان لخوا سوځول شوی دی.

د تېر په پرتله د حیدراباد لوبډلې قوت

حیدراباد لوبډلې له ۲۰۱۶ راپدېخوا په لوبډله ډېر کار کړی دی، ۲۰۱۶ کې د وارنر په راتګ سره دې لوبډلې اتلولي وګټله.

۲۰۱۷ کې د راشدخان او محمدنبي په راتګ سره نوره هم پیاوړې شوه، په ۲۰۱۸ کې ورسره جاني بېرسټو او منېش پانډی یو ځای شول او دې برخې دې لوبډلې ته لا قوت ورکړ.

اوس د راشدخان، بونېشور کومار، جاني بېرسټو، ډېوېډوارنر، کېن ویلیمسن او جېسن رای په راتګ سره دا لوبډله لا پیاوړې شوې او کېدای شي، چې ماښامنۍ لوبه کې کلکتې ته ماته ورکړي.

سکواډونه

ډېوېډ وارنر لوبډلمشر، ریډیمن ساحا، منېش پانډی، کېن ویلیمسن، ویجی شنکر، محمد نبي، راشدخان، مجیب الرحمن، عبدالصمد، بونېشور کومار، سندیپ شرما، ټي نټراجن، شریواټس ګوسوامي، سېدرت کول، کېدرجداف، جاني بېرسټو، جېسن رای، شهبازندیم، جېسن هولډر، ویرات سېنګ، بېزل تمپي، جګادېشا سچیت، خلیل احمد، ابېشک شرما او پرېیم ګرګ.

د کلکتې لوبډله

ایئن مورګن لوبډلمشر، دېنېش کارتېک، شوبمن ګېل، راهول ټېرېپاتي، نېتېش رانا، انډری رسل، شکېب الحسن، پټ کمېنس، هاربجن سېنګ، پراسېد کرېشنا، وارون چکرورتي، سونېل نرېن، بېن کټېنګ، کارون نایر، پون نېګي، کولډیپ یداف، ګورکیرات سېنګ من، شیلډن جېکسن، سندیپ واریئر، ټېم سیفرټ، لاکي فرګوسن، رینکو سېنګ، وېنکاتېش ایر، کاملېش نګرکوټی، شېوم ماوی او وېباف ارورا