د حيدر اباد يو بل قدم تر پايلوبې پوري

خبريال: مدثر دعوت
په ای پي ايل ليګ کې حيدراباد تېره شپه په الميناټور لوبه کې بنګلور ته ماتې ورکړه.
د ای پي ايل تر ټولو مهمې لوبې جريان لري چې په بایللو سره یې هره لوبډله خپل کورته ځي.
تېره شپه حيدر اباد په ۶ ويکټو بنګلور ته ماته ورکړه او دا لوبډله يې کورته رخصت کړه.
د لوبې پچه حيدر اباد وګټله او بنګلور ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د اې بي ډيويلرز په ۵۶ او د ارون فينچ په ۳۲ منډو سره بنګلور په ۷ ويکټو سره ۱۳۲ منډې هدف وټاکی.
د حيدر اباد لپاره هولډر ۳،نتراجن ۲ او نديم يوه ويکټه واخيسته.
حیدر اباد په وروستي اوور کې د ۱۳۲ منډو هدف پوره کړ.
ويليمسن ۵۰،هولډر ۲۴ او منېش پانډې هم ۲۴ منډې کړي وې.
د بنګلور لپاره سراج ۲،زمپا او چاهال يوه یوه ویکټه واخیسته.
حيدر اباد او ډهلي به سبا ډېره مهمه لوبه ترسره کړي چې ګټوونکې لوبډله به يې د ممبی سره پايلوبه وکړي او بایلونکې به یې کورته ځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ