خواړه روغه سټه

د سرو مرچو ګټې او زیانونه

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

د زړه ناروغي په نړۍ کې یوازېنۍ هغه ده چې له امله یې هر کال ګڼ انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. امریکایي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې څرګنده کړې چې سره مرچ انسان د زړه له ناروغیو ژغوري.

دغه څېړونکي پر دې باور دي چې سره مرچ په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه (Capsaicin) لري چې د زړه د سلامتیا لپاره ګټوره ماده ده، د غه راز سره مرچ د بدن التهاب او دردونه هم له منځه وړي.

مخکنیو څېړنو هم دا په ګوته کړې وه چې سره مرچ د وینې لوړ فشار ټیټوي، کلسترول کموي او د زړه د سکتې مخه نیسي.

یاد امریکايي څېړونکي وایي چې دوی په دې څېړنه کې دې پایلې ته ورسېدل چې سره مرچ دوه ګټې لري، لومړی دا چې د وینې کلسټرول کموي او پاتې شوني یې له منځه وړي او دویم دا چې په سرو مرچو کې شته (Capsaicin) په رګونو کې د وینې اسانه جریان ته لاره هواروي.

د دې څېړنې په پایله کې چې کله د امریکا په سن دیاګو کې خپرېدې، دا هم په ډاګه شوې چې په زیاته کچه د سرو مرچو کارول کېدای شي ناوړه پایلې ولري، نو ښه ده چې په کارولو کې یې پام وشي.

د سرو مرچو زیانونه

که څه هم د سرو مرچو په خوړلو سره ژبه سوځي، خو تر ټولو مسکن شی دی، سره مرچ په لومړي سر کې خپله د درد سبب کرځي خو وروسته بیا په ټول بدن کې شته دردونه له منځه وړي.

که په زیاته اندازه سره مرچ وخوړل شي په کې شته کاپساسین یې د معدې د زخم لامل ګرځي، کاپساسین د معدې په مخاطي غشا کې د وینې جریان تېزوي چې په پایله کې دغه غشا د معدې د اسیدو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي او زخمي کېږي. که څه هم چې سره مرچ د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې د زړه ناروغي لري، خو که زیات وخوړل شي دغې ناروغۍ ته لا قوت وربښي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي