خواړه روغه سټه

سره بانجان به بدن کې د وینې د له ثابت جریان سره مرسته کوي

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

همدا اوس ګڼ شمېر کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسپرین کاروي، څو د وینې له لخته یا ټینګېدو یې مخینوی کړی وي، په داسې حال کې چې اسپرین له خپلې ښيګڼې سره سره ځیني جانبي عوارض هم لري او په معده کې د وینې بهېدنې لامل کېږي.

څېړنو ښودلې ده چې د سرو بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمام شي. څېړونکو د سرو بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.

روغتیا پالان وایي، د سرو بانجانو د دانو له خوړو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر ۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.

یوه څه ته مو باید پام وي چې د سرو بانجانو د دانو په کارولو سره پر خپل سر د اسپرین کارول پرې نه ږدئ، بلکې له خپل معالج ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړئ. ددې ټولو تر څنګ اطراحي او هاضمي سيستم له پوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري، تاسو به هم تجربه کړې وي، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيستم کې ستونزه پیدا کېږي، د بدن پوست به مو هم سپېره او وچ وي. رومیان په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فیبر لري چې د خوراکي موادو په هضم او پوست ته په اوبو رسولو کې مرسته کوي چې دغه څه د ښکلي او شفاف پوست لامل ګرځي.

نو چې داسې ده یا خام رومیان وخورئ او یا یې په زیاته کچه په خوړو کې وکاروئ، څو ښکلی او جذاب پوست ولرئ.

ان کولای شئ چې د رومي بانجانو اوبه مو پر پوستکي وموښئ او د مرطوب کوونکو موادو پر ځای ترې کار واخلئ. دا چې رومي بانجان د یوه طبيعي بوټي حاصل دی، نو په هېڅ صورت جانبي عوارض نه لري.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي