فبروري 28, 2021

سره املوک دا ګټې او زیانونه لري

ژباړه: بشر دروېش
سره املوک د مني له خوندورو او خاصو مېوو څخه ده.
دا مېوه د پښتورګو د تېږې په ختمولو، د وینې د فشار په کنټرول، د سرطان په مخنیوي او د سر د پوستکي په پیاوړتیا کې خاص رول لري.
یاده مېوه تر ډېره په چین او جاپان کې کیږي. پاکستان هم له چین څخه دا مېوه خپلو متناسبو سیمو ته لېږدولې او ایران هم.
د دې دوو هېوادونو په وسیله افغانستان ته هم رسیدلې، یانې زموږ په هېواد کې یې هم تر یوه ځایه تولید کیږي. دلته د دغو املوکو د ګټو په اړه مهم ټکي درسره شریکوو:
د ویټامین سرچینه
سره املوک د B3 ،B2، B1 و C ویټامینونو یوه غوره سرچینه ده.
د دې ترڅنګ پریمانه کلسیم، اوسپنه، فسفر، پوتاشیم او ځینې نور ګټور مواد هم لري.
دغه میوه کالري ډېره او غوړ کم لري. د دغو املوکو هر ۱۰۰ ګرامه په اوسط ډول ۷۰ کالرۍ لري.
د ویټامین C موجودیت هم په دغو املوکو کې د پام وړ ده. یاد شوي ویټامین د بدن دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ضرور ده. همدا شان دا ویټامین د پوستکي د شفافیت لپاره زیاته ګټه لري. دا میوه چې هرڅومره ډېره خوږه وي، هغومره زیاته ویټامین C لري.
د فیبر ښه سرچینه
سره املوک د فیبرونو له غوره غذایي سرچینو هم ګڼل کیږي. دا مواد په وجود کې د ستړیا له ختمولو او ارامتیا زیاتولو سره زیاته مرسته کوي.

له کلسترول او د وینې له فشار سره دښمني
لکه چې وویل شول سره املوک د پوتاشیم او مګنیزیم یوه مهمه سرچینه ده.
دا مواد د کلسترول او وینې فشار کنټرولولو ته زیاته ګټه لري. د دې ترڅنګ دغه مېوه تر یوه حده مالګه هم لري. هغه ناروغان، چې د زړه، وینې غوړ یا وینې فشار په ناروغیو اخته دي، د دې مېوې استعمال دې نه هېروي.
سربېره پر پورتنیو ټکیو سره املوک دا ګټې هم لري:
– د وینې د کموالي ناروغۍ ته ګټه کوي. دلیل یې دا دی چې یوه اندازه مس هم په دغه مېوه کې شته.
– د مسو د همدې موجودیت له کبله سره املوک د وینې د جریان سیستم ته هم ګټه رسوي.
– سره املوک له دې کبله، چې اوبه لري، د تشو بولو له زیاتولو او په دې ډول د پښتورګو او مثانې ناروغیو له رغیدو سره مرسته کوي.
– حامله ښځو ته هم سره املوک زیاته ګټه لري. دا مېوه د دوی د جنین د سلامتۍ لپاره ګټوره ده. البته د حامله ګۍ په وروستیو میاشتو کې یې استعمال ښه نه وي.
– سره املوک د معدې له تقویت، د سترګو د بینایۍ له زیاتوالي او د وجود له نورو برخو سره هم د فیصدۍ په توپیر مرسته کولای شي.
د سرو املوکو زیانونه
– سره املوک په عام ډول باید په ورځ کې تریوې یا دوو دانو باید زیات ونه خوړل شي.
– له دې کبله، چې ډېر ویتامینونه او نور مواد لري، دې مېوې زیات استعمال وجود ته د زغملو نه دی.
– د توبرکلوز او کولمو ناروغان باید د دې مېوې له خوړلو ډډه وکړي.
– د سرو املوکو زیات استعمال د وزن د زیاتوالي سبب هم ګرځي.
– هڅه وکړئ چې خام سره املوک ونه خورئ، جانبي زیانونه یې ډېردي.