په یو ورځنیو لوبو کې دې دریو لوبغاړو ګټونکې منډې کړې

رنګین تجريدي ډیزاین
یاران سپورټس

د کرکټ په نړۍ کې د اسټرالیایي شېن واټسن نوم تر وطنونو خپور دی.
دی د اسټرالیا کرکټ لوبډلې مطرح الراونډر و، چې اوس یې د اسټرالیا لپاره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه.
واټسن د اسټرالیا پر ملي لوبډلې سربېره آی پي اېل کې هم خپل نوم د یوه ښه لوبغاړي په توګه څرګند کړی دی.
هغه د خپل هېواد لوبډلې په ګټه یو ورځنیو لوبو کې په داسې کې ۱۸۵ ناسوځېدلې منډې کړې، چې لوبډله یې د هدف پوره کولو پسې روانه وه.
ده د خپلې لوبډلې په ګټه کامیاب اننګز ولوباوه او په ګټلو سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.

ایم ایس ډوني

د هندوستان کرکټ لوبډلې منځنی سرسخت توپوهونکی و، ده د پاکستان پر وړاندې یو ورځنۍ کرکټ لوبه کې ۱۸۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په بري ونازوله.

ویرات کولي

د هندوستان اوسنی لوبډلمشر او ون ډاون توپوهونکی دی، چې د کرکټ نړۍ د اوسنۍ پېړۍ یو غوره توپوهونکی دی.
ده هم په ۲۰۱۱م کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې ۱۸۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په خپلې زبردسته توپوهنې سره بریا ته ورسوله.
دا درې هغه توپوهونکي دي، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د چېس کولو یا هدف پوره کولو پرمهال ناسوځېدلې منډې کړي دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.