سپورټ کرکټ

درې افغان لوبغاړي له سي پي اېل څخه مستقیماً آی پي اېل ته ځي

سپورټ یاران

د کرېک اېنفو وېبپاڼې لیکلي، چې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب الرحمن به له سي پي اېل لوبو وروسته د سپټمبرپه ۱۲مه له ویسټ انډیز څخه سیده دوبۍ ته ولاړ شي او هلته به له خپلو آی پي اېل کرکټ لوبو اړوند لوبډلو سره مل شي.

د وېبپاڼې د راپور له مخې د ویسټ انډیز او افغانستان ترمنځ ډېرهېوادونه او کابو درې لویې وچې پرتې، چې په داسې کورونایي حالت کې له هېوادونو تېرېدل او سفرکول ډېر ستونزمن دي.

د دوی په خبره اوسمهال ډېری هېوادونو خپل سرحدونه او هوایي حریمونه د الوتنو پر وړاندې تړلي.

د وېبپاڼې معلومات ښيي چې افغان کرکټ بورډ به په لوژستیکي برخه کې له ستونزو سره مخ او له همدې امله لوبغاړي نشي کولای چې لومړی له ویسټ انډیز افغانستان ته راشي او بیا د آی پي اېل لپاره دوبۍ پر لور د سفر موزې په پښو کړي.

خو ویل شوي چې ظاهرخان، نجیب الله ځدران او نوین الحق به له سي پي اېل لوبو وروسته کابل ته راشي او شپږیزه لیګ کې به برخه واخلي.

خو محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او راشدخان په شپږیزه کې ګډون نشي کولای.

په سي پي اېل کې د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډله جمېکا ټلاواس د چهارشنبې په شپه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې له سیالیو بهر شوه.

په یاد لیګ کې مجیب الرحمن د نړۍ په کچه هغه بالر دی، چې د ۱۶ وېکټو په اخېستلو سره د ټورنمنټ غوره توپ اچوونکی او مخکښ وېکټ اخېستونکی دی.

د نوین الحق دې او راشدخان دې اړوند لوبډلې هم له سیالیو بهر شوي دي، د راشدخان دې اړوند لوبډله باربادوس ټرایډېنټس له نیمه پایلوبو وړاندې له سیالیو رخصت شوې، د نوین الحق دې اړوند لوبډله ګیانا امازون په دویمه نیمه پایلوبه کې د محمدنبي پر وړاندې بري کې ناکامه شوه او له سیالیو بهرشوه.

خو د محمدنبي، ظاهرخان او نجیب الله ځدران په شتون کې د سېنټ لوشیا زوکس لوبډله پایلوبې ته رسېدلې او نن ماښام شپږ نیمې بجې به خپله پایلوبه ترسره کړي.

که سېنټ لوشیا زوکس دا پایلوبه وګټي، نو د لومړي ځل لپاره به د اتلولۍ جام هسک کړي او دا به د درې افغان لوبغاړو لپاره هم د لویې لاسته راوړنې ښکارندويي وکړي.

ځکه په دغې لوبډله کې لومړی د محمدنبي عیسی خېل لوی لاس دی، بیا ظاهرخان او نجیب الله ځدران هغه لوبغاړي دي، چې دې لوبو کې پرې ډېره تکیه خپلې لوبډلې وکړه.

له  سي پي اېل وروسته محمدنبي، راشدخان او  مجیب الرحمن آی پي اېل ته ځي.

د آی پي اېل کرکټ لوبې د سپټمبرپه ۱۹ مه نېټه ۸ ورځې وورسته په دوبۍ کې د ممبيي انډینئنز او چینای سوپرکېنګز په لومړۍ لوبه پېلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ