لیکنه : عبدالله عادل
تېره شپه د نیوزیلنډ او کوربه سرېلانکا تر منځ د شل اوریزه لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره سوه چي سرېلانکا پکښي په حیرانوونکي ډول نیوزیلنډ ته سخته ماته ورکړه.
ددغه شل اوریزي لوبي ټاس د سرېلانکا لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه ، سرېلانکایي توپ وهونکي د مقابلي لوبډلي د ورو توپ اچونکو ښکار سوه د دوی له منځه ګوناتيلکا ۳۰ او ډیکویلا ۲۴ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې چي په پای کي په شل اورونو کي د سرېلانکا لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلنډ ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ له لوري په توپ اچونه کي سنټنر او ټوډ اسټل ۳/۳ ویکټي ترلاسه کړې.
مخکنیو دوو لوبو ته په کتلو ښکارېده چي نیوزیلنډ به دا هدف په اسانۍ سره بشپړ کړي خو د سریلانکايي لوبډلمشر لسیت ملینګا خطرناکي توپ اچوني ورڅخه لار ورکه کړه . د نیوزیلنډ د پاړۍ په دریم اور کي ملینګا د یادي لوبډلي پر وړاندي هیټریک وکړ او په ټوله کي یې په اور کي په څلورو توپونو څلور ویکټي ترلاسه کړې ، چي دا اور د لوبي اړخ بدل کړ، ملینګا وروسته یو بله ویکټ هم ترلاسه کړه چي په ټوله کي یې په ۴ اورونو کي یوازي شپږ منډي ورکړې او پنځه ویکټي یې ترلاسه کړې او په خپلي ښې توپ اچوني یې سرېلانکا ته بریا ور په برخه کړه.
د نیوزیلنډ څلور توپ وهونکي په صفر وسوځېدل او یواځنی لوبغاړی لوبډلمشر سوتي وو چي د لوبډلي په ګټه یې ۲۸ منډي جوړي کړې.
د شل اوریزو لوبو لړۍ نیوزیلنډ ۲ـ۱ وګټل . د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه لسیت ملینګا ته او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه سوتي ته ورکړل سوه چي دریو سرو لوبو کي یې د پام وړ توپ اچونه کړې وه.
ریکارډونه:
په یاده لوبي کي ملینګا د ویکټو سلیزه ترسره کړه او په نړیواله سطحه لومړی توپ اچونکی سو چي په شل اوریزو لوبو کي سل ویکټي ترلاسه کوي.
همدا راز نوموړی د تیري شپې تر هیټریک وروسته لومړی توپ اچونکی سو چي په شل اوریزو لوبو کي دوه هیټریکونه ترسره کوي.
او ملینګا همدا راز د تیري شپې په هیټریک سره یواځنی توپ اچونکی سو چي په نړیوال کرکټ کي پنځه هیټریکونه ترسره کوي د نوموړي په یادو پنځو هیټریکونو کي یې دوه د شل اوریزو او درې د یو ورځنیو لوبو دي.