روهېټ شرما د هندوستان د غوره کرکټر جایزه واخیسته

سپورټ یاران

د هندوستان کرکټ بورډ وایي روهېټ شرما له دې امله مبارکي ورکوي، چې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې څلورم کرکټ لوبغاړی شو، چې ستره جایزه اخلي.
هغه د راجیف ګاندي کهېل راټنا ایوارډ واخیست.
پر دې سربېره د هندوستان نامتو کرکټ لوبغاړي ایم اېس ډوني هم روهېټ شرما ته مبارکي ویلې ده.
راجیف ګاندي کهېل راټنا جایزې هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې د کرکټ برخه کې یې ستر مثبت رول لوبولی وي او غوره اخلاق هم ولري.
دغه جایزې له روهېټ شرما وړاندې په ۱۹۹۸م کې سچېن ټېنډولکر اخیستې وه، ۲۰۰۷م کې ایم اېس ډوني او ۲۰۱۸م کې ویرات کولي ترلاسه کړې وه.
روهېټ شرما په ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریز جام کې تر ټولو توپوهونکو مخکښ و او له شپږ سوه یې زیاتې منډې کړې وې.
هغه د بنګله‌دېش خلاف نړیوال جام کې سلیزه ووهله او په شاندارو چکچکو بدرګه شوه.
په ۲۰۱۸م کې د خپل ټیم په لوبډلمشرۍ کې یې د اسیا جام اتلولي واخېسته.
څلور ځلې یې په خپله لوبډلمشرۍ آی پي اېل کې د ممبيي انډیئنز لوبډلې لپاره اتلولي اخیستې ده.
روهېټ شرما د هندوستان کرکټ لوبډلې اوپنرتوپوهونکی او د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو مرستیال لوبډلمشر هم دی.
د هندوستان کرکټ بورډ، ایم اېس ډوني او ګڼو نورو کرکټرانو روهېټ شرما ته د دغې سترې جایزې مبارکي ورکړې.
د روهېټ شرما سربېره اېشنټ شرما د هندوستان چټک توپ اچوونکی دی او په ټېسټ لوبو کې لوبېږي، هم یاده جایزه ترلاسه کړې ده.
په ښځینه لوبغاړو کې ډیپتي شرما هم د ارجون اېوارډ اخیستی دی.
روهېټ شرما د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې د ډېرو سلیزو لوبغاړو په نوملړ کې ورګډ شوی دی.
په یو ورځنیو لوبو کې روهېټ شرما شل سلیزې وهلي دي او ویرات کولي ۲۷ سلیزې جوړې کړي دي.
په نړیوال کرکټ کې یې ۲۶۳ شپږیزې د روهېټ شرما د کرکټ بله ستره برخه ده.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ