سپورټ کرکټ

د پاکستان او هندوستان سیریز د کرکټ روح ته ګټه رسوي

یاران سپورټ

د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان مانی وایي، چې د هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ دوه اړخیزه لوبلړۍ خورا ګټوره ده او دا چاره به د نړۍ کرکټ روح ستره ګټه ورسوي.

هغه ویلي چې لوبې ممکنې دي، خو د حکومتونو پالیسیو ناممکنې کړي دي.

پاکستان او هندوستان له ۲۰۱۲م څخه را پدېخوا دوه اړخیزه لوبلړۍ نه ده ترسره کړې او ۲۰۱۲ م کال کې پاکستان له هندوستان څخه په هندوستان کې د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د دوه پر وړاندې وګټله.

د دواړو هېوادونو کرکټ لوبډلې یواځې د اسیا جام او نړیوالو جامونو پرمهال سره مخ کېږي او یو د بل پر وړاندې لوبېږي.

د پاکستان او هندوستان لوبې له خورا جوش او جذبې څخه ډکې وي او ننداره کوونکي یې لیدلو ته زیات لېواله وي.

ځکه د هېوادونو سیاسي کړکېچ کرکټ ته هم مخه کړې ده.

احسان مانی وايي، د پاکستان او هندوستان لوبه د نړۍ په کچه ډېر مینه وال لري؛ خو د هندوستان د حکومت د پالیسۍ له وجې لوبې نشته.

احسان مانی زیاتوي:

دا نړیوال کرکټ ته صحت ورکوي او زمونږ پلان دا دی، جې مونږ د هندوستان خلاف لوبو پرانیسته نه ده کړې.

د پاکستان او هندوستان د لوبو ریکارډ

دواړو لوبډلو ۵۹ ټېسټ لوبې کړي، چې ۹ هند او ۱۲ پاکستان ګتلي او ۳۸ مساوي شوي دي.

دواړو لوبډلو ۱۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵۵ هند ګټلي او ۷۳ پاکستان ګټلي دي او ۴ لوبې یې مساوي شوي دي.

۸ یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ هندوستان ګټلي او دوه پاکستان.

ټولو ۱۹۹ لوبوکې ۷۰ هندوستان ګټلي، ۸۶ پاکستان او ۴۳  لوبې مساوي شوي دي.

د نړیوالو جامونو ۷ لوبوکې پاکستان او هندوستان مخ شوي، چې ۷ واړه لوبې هند ګټلي دي.

قهرمانۍ جام یا چمپیئن ټرافي ۲ لوبې هند او ۳ لوبې پاکستان ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ