هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد لوبې

پر ورزش پانګونه څومره ګټه کوي؟

ابله ورځ مې ملګري په شهر نو کې د حج او اوقافو ریاست پر وړاندې یوه پنډه توکي اخيستي وو.

سپین بوټان، سپینې څپلکې، احرامونه او په لسګونو نورو شیان وو، چې د ټولو بیه شاوخوا څو زرو افغانیو ته رسېده. فکر مې وکړ، چې فصلي سوداګري هم مبتکر مغز غواړي. پخوا به خلکو دا څیزونه یا له پاکستانه راوړل، یا به یې په سعودي کې په ګرانه بیه اخېستل، خو اوس دادی په کابل کې موندل کیږي.

پرون مې په ښار کې پر بیرغونو سترګې پرېوتې. هرکس لوی او وړوکی بیرغ اخستی و او هر چېرې مې، چې کتل خلک په بیرغونو او د خوښي د محافلو په توکو پسې ګرځېدل. یو ریړۍ وال مې ولید، چې ټوله ریړۍ یې له بیرغونو او نښانونو ډکه کړې وه او د خلکو هم پرې ښه بیروبار و.

که څوک غواړي ګټه وکړي، همدغسې فرصتونه یې ښه وخت دی، خو دا هم په دې پورې اړه لري، چې څومره موږ پر ابتکاري چارو فکر کوو. هرچا، چې د فوټبال ملي لوبډلې د بري په جشن کې بیرغونه راوړي وي، فکر کوم د ټولې میاشتې خرڅ به یې پوره کړی وي.

فوټبال او بل هر ورزش نن سبا په نړۍ کې د سوداګرۍ مهمې سرچینې دي.

د بینګهامتن پوهنتون څېړنې ښيي، چې ورزشکاران تر پوهنتوني دورې شپږ کاله وروسته تر هر بل چا ډېرې پیسې پیدا کوي. دوی د پوهنتون په دوران کې بېلابېل مهارتونه زده کوي او تر هرچا ښه د کار زمینې ورته برابریږي.

که د افغانستان د فوټبال فدراسیون یا د المپیک کمېټې ابله ورځ د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو په جشن او هرکلي کې له خلکو د ټکټ پیسې اخستې وى، فکر کوم په میلیونونو افغانۍ به یې ګټلې وای. په دې ورځ هېڅوک هم په جیب سختي نه کوي او له ځانه سخاوت ښيي. یا که لږ ترلږه د فټبال لوبې د ودې لپاره د مرستې صندوقونه کېښودل شوى وای، ډېرې پیسې به غونډې شوې وای.

د فوټبال په اکثریت لوبو کې دولتونه د لوبغاړو او لوبې ټول لګښتونه په خپلو غاړو اخلي. د لوبغاړو جامې، بوټان او د ټکټونو خرڅلاو ډېری دولتي ارګانونه پرمخ وړي. یو شمېر مخابراتي شبکې یې سیالۍ پرمخ وړي او ټلویزیونونه یې سپانسر کوي. د دې ټولو لامل دادی، چې په دې لوبو کې شهرت او پیسې دواړه دي. که پیسې ونه ګټي، وړیا اشتهاریږي او د هرچا د خولې ټکي او د سترګو تصویر ګرځي.

په نړۍ کې همدا اوس خورا مشهور ورزشي کلبونه دي، چې لوبغاړي په پیسو اخلي. هغوی په خپلو منځونو کې سیالي کوي اوعایداتي لارې پیدا کوي. پخوا یوازې فوټبال د عاید سرچینه وه، خو اوس په کرکټ کې د شل اوریزو او لیګ سیالیو په دود کېدو سره په دې لوبه کې هم د ګټې وټې ګڼې سرچینې پیدا شوې دي. پر لوبغاړو پانګونه اوس د سوداګرۍ او ګټې وټې ښه لاره ده. هم ورزش وده کوي، د هېواد نوم او نښان ځلیږي او هم لوبغاړو او تمویلوونکو ته د عاید سرچینې ګرځي.

د کلبونو تر ټولو ستر کمال دا وي، چې سوداګر، اشتهاروال او پانګوال ور جذبوي.

د اتصالاتو یو اعلان مو، چې په لوبغالي کې راځوړند وي، په میلیونونو افغانۍ عاید ترې ترلاسه کولای شى. یا که کومې رسنۍ ته یې سپانسرشیپ ورکوﺉ، د اشتهار او شراکتي کار له امله په میلیونونو افغانۍ ګټلای شى. زه خپل سوداګر او پانګوال دې ته هڅوم، چې د ورزش د ملاتړ په برخه کې پانګونې وکړي او هم خورما یوسي او هم ثواب.

هر ورزشي کلب خپل ملاتړي او تمویلوونکي موندلای شي. په جرمني کې د بایرن میونیخ کلب یو اصلي ملاتړی لري، چې د جرمني د مخابراتو شرکت دی، د ادیداس په څېر دوه تجهیزاتي ملاتړي لري او د اودي، کوکاکولا، زیمنس او … په څېر ۱۷ نور فرعي ملاتړي لري، چې ټول یې تمویلوي. هغوی د کلب ټول لګښتونه پرغاړه اخلي او د خپلو کړنلارو په اډانه کې عمل کوي.

په نړۍ کې اکثریت کلبونه د خپلو لوبغاړو تصویرونه، له لوګو سره مل جاکټونه او نور محصولات وړاندې کوي، چې د عاید ښې سرچینې دي. بایرن میونیخ هر کال ځانګړې جامې، ورزشي بوټان، ساعتونه او نور توکي تولیدوي او ښه مشتریان لري. خلک، چې دا توکي اخلي ګرانه یې هم پېري، ځکه فکر کوي، چې په دې پیسو له اړوند کلب او لوبډلې سره مرسته کوي. ریال مادرید لوبډله خپل نیم عواید د خپلو ځانګړو جامو او محصولاتو له لارې پوره کوي. مانچسټر یونایټډ څه وخت مخکې د یوه تړون له لارې خپل یخن قاقونه په ۸۷ میلیونه ډالرو سپانسر کړل. د روسیې یو پانګوال رومن ابراموویچ څو کاله مخکې پر چلسي څلورسوه میلیونه پونډه ولګول او دې چارې په قوټبال کې نړیوال سوداګریز رقابت وزیږاوه.

زموږ د سوداګرو او پانګوالو سترګې پټې دي. هغوی که یو ستر او معیاري لوبغالی جوړ کړي او د سیالیو لپاره یو منظم پروګرام ولري، د ټکټ او اعلاناتو له لارې په میلیونونو ډالره عاید ترلاسه کولای شي. تراوسه زموږ هیڅ تاجر او پانګوال پر دې فکر نه دی کړی، خو همدا یې وخت دی، چې پر دې غور او فکر وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */