د لوبغاړو د رسمي اکاونټونو څارپيلیږي؛ کرکټ نړیواله شورا دا کار ولې کوي؟

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې دوی له دې وروسته د لوبغاړو رسمي اکاونټونه په خورا جدیت سره څاري.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د یادې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د ځېنو لوبغاړو له اکاونټونو یا ګڼونونو د فساد مسیجې ولېدلې.
د کرکټ نړیواله شورا وایي د کرونا ویروس له امله د لوبو ځنډېدلو په وجه لوبغاړي او د لوبډلو مالکان یو بل نه ویني، چې دې چارې د سوشل مېډیا یا ټولنیزو رسنیو کارول زیات کړي او لوبغاړي له یو بل سره له دې لارې ډېری کرېکېټ لوبغاړو یو بل سره خبرې کوي، د زړه خواله کوي، د لوبو په اړه، د لوبډلو په جوړښت او نورو برخو غږېږي، لوبغاړي د سوداګریزو لوبو له مالکانو سره هم وخت ناوخت غږېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا په خبره، دې جریان کې ډېری مفسدین هم د کرکټ لوبغاړو ته لار پېدا کوي او لوبو کې د جوړجاړي په تړاو سره غږېږي.
اوس دا شورا وایي دوی دې برخه کې له دې وروسته لا جدي کېږي او که کوم لوبغاړی د فساد مسیجونو او پیغامونو تبادله کوونکی شو قانوني چلند ورسره کېږي.
دې شورا ټولو کرکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی، چې د فساد اړوند هر ډول خبرو څخه په ټولنیزو رسنیو کې ډډه وکړي.

د دې چارې اهمیت

دا چاره د لوبغاړو لپاره ځینې ګټې لري.
که څوک له فساد څخه ډډه کوي، هغه خپل هېواد، ټولنې، د کرکټ نړیوالې شورا او کرکټ ته ژمن لوبغاړی بلل کېږي، چې دې سره هم د لوبغاړي نوم او هم د هېواد نوم ورسره ښه یادېږي او کلونه، کلونه یې بیا د ښه نوم صفتونه کېږي.
دویمه ګټه؛ لوبغاړي باید قناعت بخښونکي و اوسي.
مطلب دا چې دوی باید په خپله تنخوا قناعت وکړي او هغه پېسې چې کرکټ بورډونو او د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورکول کېږي او یا هم د سوداګریزونو لیګونو پرمهال یې ترلاسه باید بسنه وکړي.
هر لوبغاړی د میاشتې له درې زرو ډالرو نیولې تر ۱۵ زره پورې ډالر معاشونه اخلي، چې خورا زیات رقم دی.
بله خبره د اصولو تطبیق ته ژمنتیا ده، هغو لوبغاړو چې د ښو لوبو ترڅنګ فساد نه وي کړی، د کرکټ نړیوالې شورا د جایزو په ورکولو سره نازوي، چې دا هم د لوبغاړي او هم د هېواد لپاره افتخار دی.
نو د افغان لوبغاړو په ګډون ټول کرکټ لوبغاړي باید یوازې په خپلو معاشونو قناعت وکړي او د فساد له لارو چارو ډډه وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب