سپورټ کرکټ

انګلستان د شل اوریزو لوبو درجه‌بندۍ کې له اسټرالیا مخکې شو

د اسټرالیا کرکټ لوبډله چې د یکشنبې تر ورځې پورې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام درلود، یې پر ځای د انګلستان نوم لیکل  شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په وېبپاڼه کې د لوبډلو په رېنکېنګ یا درجه‌بندۍ کې اوس لومړی مقام د انګلستان سره دی.

دواړو لوبډلو په دې وروستیو کې ۲۱ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۵۷۳۶ نومرې د انګلستان او ۵۷۲۴ نومرې د اسټرالیا دي.

اوسمهال ۱۲ نومرې د انګلستان لوړې دي؛ خو رېټېنګ چې د درجه‌بندۍ د مقامونو حساب پرې کېږي، د دواړو لوبډلو مساوي دي.

اسټرالیا او انګلستان دواړه ۲۷۳ او ۲۷۳ رېټېنګ لري.

د کرکټ نړیواله شورا د انګلستان او اسټرالیا د درجه بندۍ په اړه داسې وایي؛

دواړه لوبډلې په داسې برید ولاړې دي، چې یوه لوبه یې ترمنځ برخلیک ټاکونکې ده.

دواړه لوبډلې نن شپه ۹ نیمې بجې خپله درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي، که چې دا لوبه انګلستان وګټي، نو تر ډېر وخت به د شل اوریزو لوبو د درجه‌بندۍ د لومړي مقام تاج پرسر او که اسټرالیا یې وګټي؛ بیا نو اسټرالیا  بېرته لومړۍ کېږي.

د اسټرالیا  لپاره په وروستۍ لوبه کې د بري چانس

دوه لومړۍ شل اوریزې لوبې انګلستان خپلې کړې، لومړۍ لوبه  یې په ۲ منډو او دویمه لوبه یې په ۶ وېکټو له اسټرالیا وګټله. خو درېیمه لوبه کې به له انګلستان سره خطرناک توپوهونکی جاس بټلر نه وي.

eng 1st.JPG

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې هغه د یوې کورنۍ ستونزې له امله درېیمه شل اوریزه  لوبه کې نه لوبېږي.

بټلر په لومړۍ او دویمه لوبه کې خورا ښه توپوهنه وکړه، په ځانګړې توګه دویمه لوبه کې یې په ۵۳ توپونو ۷۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او اسټرالیا یې ماته کړه.

خو که درېیمه لوبه کې نه وي، کېدای شي انګلستان د توپوهنې برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

د لوبډلو نوملړ او پرتله

د اسټرالیا کرکټ لوبډله، اېرون فېنچ لوبډلمشر، شین اباټ، اشټن اګر، الېکس کېري، پټ کمېنس، جاش هزل ووډ، مېرنیوس لبوس شېن، نتن لېئن، مېچل مارش، ګلېن مکسوېل، رېلي  مېرېدېت، جاس فېلېپ، ډانېیل سامز، کېن ریچارډسن، سټیف سمېت، مېچل سټارک، مارکس سټاینېس، انډریو ټای، متیو وېډ، ډېوېډ وارنر او ادم زمپا.

د اسټرالیا له دې لوبغاړو یوولس یې په شل اوریزو او یوولس یې په یو ورځنیو لوبو کې انتخابېږي او لوبېږي.

که لوبډلې ته وکتل شي، ټول اړخونه په پام کې پکې نیول شوي، د توپوهنې برخه یې بده نه ده، الراونډران یې ښه دي او فَسټ بالېنګ یې هم نامي دی.

د انګلستان د شل اوریزو لوبو لوبډله

ایئن مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوفرا ارچر، جنتن بېرسټو، ټام بېنټن، سام بېلېنګز، جاس بټلر، سام کورن، ټام کورن، جو ډېنلي، کرېس جورډن، ډېوېډ ملن، عادل رشید، مارک ووډ، لیام لېوېنګ سټون او ثاقب محمود.

د یو ورځنیو لوبو لوبډله

ایئن مورګن، معین علي، جوفر ارچر، جنتن بېرسټو، ټام بېنټن، سام بېلېنګز، جاس بټلر، سام کورن، ټام کورن، عادل رشید، جو روټ، کرېس ووکس، مارک ووډ، جو ډېنلي او ثاقب محمود.

په لوبډله کې ټولې برخې نظر کې نیول شوي، معین علي، سام کورن او ټام کورن، کرېس جورډن الراونډران دي، جوفرا ارچر او مارک ووډ چټک توپ اچوونکي دي، عادل رشید سپېن بالر دی او توپوهونکو کې یې مورګن، بټلر، بېرسټو، ټام بېنټن، سام بېلېنګز او لېوېنګ سټون دي.

دا چې د انګلستان هوم سیریز/ کورنۍ لوبلړۍ ده، نو ځکه ښه ځلېږي او اسټرالیا یې ماته کړې ده.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ