مارچ 8, 2021

د آزادې مبارزې یوه افغان لوبغاړي برازایلی سیال مات کړ

Advertisements

د آزادې مبارزې تکړه افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د څلورم ځل لپاره د یو اف سي په نړیوالو او مهمو لوبو کي برازیلي سیال ژاکویم سیلوا ته ماته ورکړه.
د افغان او برازیلي لوبغاړي ترمنځ دا لوبه پرون ماخستن د امریکا په نیویارک آیالت کي په پرودینشل سنټر لوبغالي کي ترسره سوه، چي ۱۸ زره نندارچیان ځایوي.
نصرت حقپرست په پرونۍ لوبه کي خپل برازیلي سیال ژاکویم سیلوا ته د لوبي په دوهم پړاو کي ماته ورکړه او د یادي لوبي په ګټلو سره ئې ۵۰ زره امریکايي ډالره جایزه هم خپله کړه.
دې ۲۴ کلن افغان لوبغاړي تر دې مخکي د ام ام اې په حرفه ئې لوبو کي ۱۰ بریاوي او دوې ماتي خوړلي دي، چي ۸ لوبغاړي ئې ناک اوټ کړي دي او دوه سیالان ئې بیا په ښه نمرو مات کړي دي.
برازیلی سیال سیلوا د حقپرست نهم لوبغاړی وو، چي ناک اوټ ئې کړ.
د حقپرست پرونی برازیلی سیال سیلوا بیا ۳۰ کلن دی، چي ۱۱ بریاوي او ۲ ماتي له ځان سره لري.
د حقپرست دا څلورم ځل وو، چي د یو اف سي د قفس په سیالیو کي ئې ګډون وکړ، هغه تر دې مخکي په یاد قفس کي فرانسوي تیبات ګوتي او انګلستاني مارک دیکیسي ته ماته ورکړې ده، خو د پولنډي مارسین هیلد څخه ئې بیا ماتي خوړلې ده.
حقپرست د آزادو سیالیو د لومړي نړیوال رنګینګ ملاتړ هم له ځان سره لري، په هغه کي بل افغان لوبغاړی سیر بهادرزاده هم شامل دئ.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ