بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ

راشد خان؛ شپږیزه لیګ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی

لیکنه: ياران
لیکنه: محمد نسیم حمیدي 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان هغه لوبغاړی دی، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېرې ویکټې اخیستې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوکپاڼې د راشدخان د هغه ریکارډ ستاینه کړې، چې په شپږیزه لیګ کې یې تر نورو لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې دي.

راشدخان ارمان په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر دې دمه ۳۲ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۳۲ لوبو کې یې ۴۷ ویکټې اخیستې دي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۱۰ منډو په بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول دي.

د دې تر څنګ راشد خان په یادو سیالیو کې څلور ویکټې ۴ ځلې اخیستې دي.

راشدخان به د شپږیزه کرکټ لیګ په راتلونکي پړاو کې هم ولوبیږي.

110105453_2711205015800746_4101613969194479354_o.jpg

۲۱ کلن راشدخان د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.

د دې ترڅنګ هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۰۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۰۳ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۳۲ منډې جوړې کړې دي.

p07dsys0.jpg

ټاکل شوې د شپږیزه کرکټ لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۲۵مه نيټه پای ته ورسېږي.

شپږیزه کرکټ لیګ یو له هغو کورنیو لیګونو څخه دي، چې ډیری پټ استعدادونه ور څخه رابرسېره کېږي او له مخې یې بیا په ۱۹ کلونو او یا هم په ملي لوبډله کې ځای پر ځای کېږي.

یاد لیګ په لومړي ځل د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۳م کې پرانیستل شو، چې لومړي پړاو اتلولي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.

پروسږ کال د دې لیګ اتلولي د میس عینک زون لوبډلې ګټلې وه. چې سږ کال به د میس عینک زون لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ