راپور: صابر حمیدي
تیره دوشنبه په ننګرهار ولایت کي سپين غر بازانو فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې.
په ننګرهار ولایت کي ددې سیالیو مسئولین وايي، چي ددې سیالیو په پاي کښي به ۲۱ غوره لوبغاړي د سپين غربازانو فوټبال لوبډلي ته غوره سي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه ویل سوي، چي ددې سیالیو په لومړۍ ورځ نورستان ۱ ګول پر ۰ لغمان ته او ننګرهار آرمان لوبډلي بیا ۲ ګولونه پر ۰ ننګرهار اُمید لوبډلي ته ماته ورکړه.
نن بیا ددې ټورنمنټ په لړ کي ننګرهار آرمان ټيم له نورستان سره او ننګرهار اُمید لوبډله بیا د لغمان سره لوبیږي.
ددې سیالیو موخه داده، چي سپين غر بازانو فوټبال لوبډلي ته ۲۱ غوره لوبغاړي وټاکل سي.
یاد لوبغاړي د کابل څخه د ورغلي پلاوي له لوري ټاکل کیږي.
سپين غر بازان د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له ګډونوالو ټیمونو څخه یو ټیم.
په افغان غوره لیګ کي اته لوبډلي سپین غربازان، میوند اتلان، شاهین آسمايي، سیمرغ البرز، طوفان هرېرود، موجهای آمو، د آباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلي دي، چي تر دې دمه میوند اتلانو، طوفان هرېرود، شاهین آسمايي او سیمرغ البرز لوبډلي ته د لوبغاړو ټاکنیزي سیالۍ په بیلابیلو ولایتونو کي ترسره سوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو څه موده مخکي د فوټبال غوره لیګ د اتم پړاو سیالیو د ژر پېلیدو خبر ورکړ، خو د دقیق وخت په اړه ئې تراوسه څه ندي ویلي.
په دې لیګ کي ۴ ځلي شاهین آسمايي، دوه ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا د سپين غربازانو لومړی مقام خپل کړی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ