د سوداګریزو لوبو شپږ غوره لوبډلې

یاران سپورټس
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د شپږو هغو لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي او تر نورو لوبډلو د اتلولیو په ګټلو سره ښې ځلېدلي دي.
په دغو لوبډلو کې د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او انګلستان هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

ممبيي انډیئنز

لومړۍ لوبډله د ممبيي لوبډله ده، چې د وېبپاڼې په وینا ډېره بریالۍ تمامه شوې او په سوداګریز لیګ آی پي اېل کې یې خپل ښار ممبيي په څلورو اتلولیو نازولی دی.
ممبيي لوبډلې له ۲۰۱۳م څخه چې روهېټ شرما یې لوبډلمشر وټاکل شو، څلور ځلې یې اتلولي ګټلې ده.
نو دا لوبډله د زیاتو اتلولیو ګټلو له پلوه تر دې دمه په سوداګریزو لیګونو کې بې جوړې ده.

چینای سوپرکېنګز

دویمه غوره لوبډله د چینای سوپر کېنګز لوبډله ده، دې لوبډلې د ډوني په راتګ سره له ۲۰۱۰م راهیسې د اتلولیو دروازه پرانیستل شوې ده او ځینو وختونو کې یې پایلوبو کې د ډېرو نږدو ماتو خوړلو په ترڅ کې یې اتلولۍ له لاسه وتلي دي.
چینای لوبډلې درې ځلې د سترو سوداګریزو لوبو (ای پي اېل) اتلولۍ ګټلي دي.

سیالکوټ سټالیېنز

د پاکستان کورنیو سیالیو کې د سیالکوټ سټالیئنز لوبډله بله هغه کرکټ لوبډله ده، چې ډېره بریالۍ تمامه شوې ده، دې لوبډلې پینځه ځلې د کورنیو سیالیو اتلولۍ ګټلي دي، چې د شعیب ملک په څېر تکړه هیټر هم لري.

ټرېنېډاډ او ټوباګو لوبډله ده

څلورمه لوبډله ده چې د نرېن، پولارډ او براوو په څېر تکړه لوبغاړي یې د کرکټ نړۍ ته وربښلي دي، دې لوبډلې له ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م پورې غوره کرکټ کړی دی او د سوداګریزو شل اوریزو لوبو په لړ کې څلورمه غوره لوبډله ده.

پنځمه غوره لوبډله پېرت سکارچرز ده

د اسټرالیا په سوداګریزو کرکټ لوبو یا بېګ باش کې د پېرت سکارچرز لوبډله ډېره بریالۍ لوبډله ده، دې لوبډلې درې ځلې د دغو سترو سوداګریزو لوبو اتلولۍ ګټلي دي او له ۲۰۱۳م څخه یې تر ۲۰۱۷م پورې درې پړاوه لیګونه ګټلي دي.

همپشایر لوبډله

همپشایر لوبډله د انګلستان په کورنیو او بلاسټ سوداګریزو سیالیو کې لوبېږي او دې لوبډلې دوه ځلې د وېټلېټي بلاسټ سیالۍ ګټلي دي او له همدې امله د نړۍ په سوداګریزو شل اوریزو لوبډلو کې یوه بریالۍ لوبډله بلل شوې ده.





 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي