یوراج سېنګ؛ د فلېن ټاف خبرو غوسه کړم او شپږ شپږیزې مې ووهلې

یاران سپورټس

۲۰۰۷م نړیوال شل اوریز کرکټ جام چې په سویلي افریقا کې ترسره شو، پکې یو ریکارډ دا جوړ شو چې د هندوستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي یوراج په انګلستاني سټورټ براډ شپږ شپږیزې ووهلې او بل ریکارډ دا و، چې دا لومړی پړاو شل اوریز جام و او اتلولي یې هندوستان وګټله.

د ۲۰۰۷م د سپټمبر په ۱۹مه وه، چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ پکې لوبه روانه وه.

له دې وړاندې د انګلستان الراونډر اوور وکړ، چې یوراج سېنګ پرې دوه شاټونه ووهل او دواړه یې څلوریزې کړې.

د یوراج سېنګ په خبره فلېن ټاف دا مهال په غوسه شو او کنځلې یې وکړې.

د سېنګ په وینا چې فلېن ټاف ده ته دا هم وویل چې مرۍ به دې پرې کړم.

نو یوراج وایي ما ورته په ځواب کې وویل، چې دا بېټ به دې په دې سر میده، میده کړم.

له دغې لانجې وروسته یوراج سېنګ سخت په غوسه و، د لوبې نولسم اوور و، چې سټورټ براډ ترسره کاوه.

یوراج سېنګ د دغه اوور ټول توپونه شپږیزې کړې او یو اوور کې یې ۳۶ منډې ترلاسه کړې، چې له ۲۰۰۷م څخه تر دې دمه بل لوبغاړي په نړیوال شل اوریز جام کې ۶ شپږیزې نه دي وهلي او ۱۳ کاله کېږي، چې دا ریکارډ لاهم د ۳۸ کلن یوراج سېنګ په نامه دی.

 یوراج اوسمهال له هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره هم نه لوبېږي او یوازې په سوداګریزو لوبو کې برخه اخلي.

۲۰۱۱م نړیوال پنځوس اوریز جام کې یوراج د هندوستان لوبډلې د اتلولۍ برخه د ټېنډولکر او ګمبیر ترڅنګ یو بریالی لوبغاړی او په نیمه پایلوبه کې یې اسټرالیا د ده ښې لوبې له امله ماته کړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.