د افغانستان په کچه د پنځه زونونو د ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیالۍ د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۲ مه نېټه پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د سپین غر زون، مِس عېنک زون، بند امیر زون، بُست زون او امو زونونو ترمنځ د نومبر په ۱۲ مه نېټه پیل شوې وې.
لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۲ مه نېټه د سپین غر او مِس عېنک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، مِس عېنک لوبډلې په ۲۶ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې.
د سپین غر زون لپاره نصیر خان ۴ وېکټې او محمد توحید درې وېکټې ترلاسه کړې.
سپن غر زون دغه هدف په ۲۴ اعشاریه یو اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د حزب الله دراني د ۳۲ منډو، د بلال د ۳۰ منډو، د منصور د ۱۷ منډو او د نجیب الله د ۱۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او مِس عېنک لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو او نږدې ۲۶ اورونو ماته ورکړه.
حزب الله دُراني په ۳۳ توپونو د ۵ څلوریزو په مرسته ۳۲ چټکې منډې وکړې.
د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی نصیر وپېژندل شو.
دویمه لوبه او د سپین غر زون بریا
سپن غر زون خپله دوهمه لوبه د نومبر په ۱۵ مه نېټه د جمعې په ورځ له بُست لوبډلې سره ترسره کړه، د سپین غر له ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې په ۳۶ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډې وکړې، بلال ۴۱، ملیار ۵۱، حزب الله دراني ۲۶، لوبډلمشر یحی ۲۶ او محمد زُبیر ۲۵ منډې جوړې کړې.
د بُست زون لپاره شاه محمد او یاسر اغا دوه، دوه او عبدالخالق درې وېکټې واخېستې.
بُست لوبډلې په ۴۰ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د فرهاد د ۵۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۵۷ منډې وکړې او لوبه ترې سپین غر په ۴۲ منډو وګټله.
نصیرخان یو ځل بیا څلور وېکټې تر لاسه کړې.
دریمه لوبه او د سپین غر دریمه پرله پسې بریا
سپین غر زون له ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې خپله دریمه لوبه د نومبر په ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ له امو زون لوبډلې سره وکړه.
سپین غر زون لوبډلې په ۴۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د وېکټ ساتونکي بلال خان د ۷۵ منډو، د ون ډاون توپ وهونکي حزب الله دراني د ۴۰ منډو او د منصور د ۳۰ منډو په مرسته ۲۰۳ منډې وکړې.
حزب الله دراني په ۴۰ توپونو ۴۰ منډې وکړې، چې پنځه یې څلوریزې ووهلې او سل سټرایک رېټ یې ولوباوه.
حمزه خان، عطا محمد او شاکر د امو لپاره درې، درې وېکټې واخېستې.
امو زون د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۵ اعشاریه ۴ اورونوکې ۱۶۰ منډې وکړې او لوبه ترې په ۴۳ منډو سپین غر وګټله.
زبیر د سپین غر لپاره درې وېکټې واخېستې.
د سپین غر زون څلورمه لوبه او څلورمه ستره بریا
سپن غر لوبډلې خپله څلورمه لوبه د نومبر په ۲۱ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ له بند امیر زون لوبډلې سره ترسره کړه.
بند امیر لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۶۷ منډې وکړې.
نصیر خان د سپین غر لپاره ۶ وېکټې واخېستې.
سپین غر دا هدف په ۹ اعشاریه ۵ اورونوکې د یوې وېکټې په لوېدو سره د بلال د ۴۰ ناسوځېدلو منډو او د فرهان الله د ۲۵ سوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او امو لوبډلې ته په ۹ وېکټو او کابو ۴۰ اورونو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د دریم ځل لپاره نصیر وپېژندل شو.
د سپین غر زون له ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې په څلورو لوبوکې هیڅ ماته ونه خوړه او په ستر توپیر سره یې د لوبو ګټلو هغوی ته د نومرو په جدول کې لومړی مقام ورکړ او نېټ رن رېټ یې هم لوړ و.
تمه وه، چې د نومبر په ۲۲ مه نېټه د جمعې په ورځ د بند امیر او سپین غر ترمنځ د اتلولۍ لوبه وشي، خو د دروند اورښت له کبله لوبه ونه شوه او د ښه نېټ رن رېټ له امله اتلولي کوربه لوبډلې سپین غر زون ته ورکړل شوه.
سپین غر زون په څلورو لوبو کې څلور واړه وګټلې، پایلوبه یې د باران له امله ونشوه.
بندر امیر څلورو لوبوکې درې وګټلې او یوه لوبه ترې سپین غر وګټله، بُست لوبډلې څلورو کې یوه وګټله او درې یې وبایللې، مِس عېنک زون څلورو کې دوه وګټلې او دوه یې وبایللې او امو زون خپلې څلور واړه لوبې وبایللې.
د سپین غر زون د بریاوو علتونه
د سپین غر زون د وو یو علت دا دی، چې ننګرهار او سپین غر زون د کرکټ کور دی، کرکټ له دې ځایه سر راهسک کړی او د ډېرو مسلکي لوبغاړو شتون هغه څه دي، چې دا زون په بري نازوي.
دوهم علت بیا د سپین غر زون د کرکټ بورډ مشر مېوند مجاهد د لوبغاړو رڼه یا شِفافه ټاکنه ښيي.
د سپین غر زون د کرکټ بورډ مشر مېوند مجاهد یاران وېب پاڼې ته وویل:
«د سپین غر زون له لوبغاړو لومړیو کې د یوُیوُ یا فېټنېس ازموینه واخېستل شوه، بیا د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې، چې ځلېدونکي لوبغاړي ترې د زون په کچه راواخېستل شول او بالاخره پایله یې هم تاسې ګورئ، چې مثبته ده.»
نوموړی د سپین غر زون د لوبغاړو راتلونکې روښانه بولي او وایي که همداسې رڼه ټاکنه وشي؛ نو د دې زون پایله به تل مثبته او له لاسته راوړنو ډکه وي.
د سپین غر زون کرکټ بورډ ویاند او د مطبوعاتو مسئول فضل الرحیم رحیمي بیا یاران ته وویل:
«د لوبغاړو پایله بالکل مثبته وه، هغه وایي د لوبغاړو ځيرکتیا او هوښیارتیا د بریاوو یوه برخه وه او له لوبغاړو سره د روزونکو خواري او هڅې بیا د لاسته راوړنو یوه بله نه هېرېدونکې برخه وه، چې سپین غر زون یې وځلاوه.»
یاده ده وي، چې د سپین غر زون له ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې لپاره په دې ټورنمنټ کې روزونکی یا کوچ عبید کونړی و، چې ښې روزنې یې لوبډله تر هسکو پوړیو ورسوله.