خواړه روغه سټه

سپینکی، څه ډول خواړه دي؟

لیکنه: نسیمه محمدي

تاسې به بېلابېل ډول پیرکي لیدلي او خوړلي وي، چې له ګندنې، کچالو، کدو او داسې نور ….. پخېږي. نن په دې مطلب کې تاسې ته د سپینکي په نوم یو ډول خوندور پیرکي چې د افغانستان په چنوبي ولایتونو کې ډېر مروج خواړه دي، درپېژنو. په پیل کې باید یادونه وکړو چې سپینکې په تناره کې پخېږي. له مونږ سره واوسئ.

اړین توکي:

  • د لم غوښه
  • پیاز
  • تازه مرچ
  • هوږه
  • مالګه
  • اوړه

د پخولو طریقه:

پورته یاد شوي مواد تاسې کولای شئ د کورنۍ د شمېر له مخې اندازه وټاکئ. لومړی تر هر څه به اوړه لکه څنګه چې نورو پیرکیو لپاره لمدوئ، لامده او رسېدو ته کېږدئ. د لم غوښه ټوټه، ټوټه او پاکه ومینځئ او د لږ اندازه مالګې سره په ملایم اور کېږدئ تر څو ویلي شي.

همدا چې د لم غوښه نیمه ویلي شوه اضافه غوړي یې په بېل لوښي کې وڅڅوئ او بیا واړه شوي پیاز، هوږه او تازه مرچ وراضافه کړئ او په اور یې کېږدئ، چې پیاز له لم سره نرم شي. باید پام مو وي چې لم ډېر ځځغولي نشي تر څو یې خوند له منځه لاړ نشي. کله چې پیاز لږ څه نرم شول له اور څخه یې ښکته کړئ چې ساړه شي. کولای په یخچال کې هم کېږدئ تر څو ژر ساړه شي.

کله چې مواد ساړه شول د هونګ د دستې سره یې لږ وټکوئ، چې نیم ژوبله شي. له اوړو څخه وړې، وړې ذغالې جوړې کړئ او د نورو پیرکیو بر عکس باید لږ پېړ هوار شي، اماده شوي موادو څخه د چایخوري درې قاشغې مواد د پیرکي پرمخ هوار او پيرکی بند کړئ او په سور شوي تناره کې پورې کړئ.

باید ووایو چې دا پیرکي په برقي یا ګازي داشونو کې چې قالب ته ورته دي هم پخولی شئ. له سره کېدو وروسته پیرکي له تناره وباسئ.  البته باید له پخېدو وروسته په پیرکي غوړ ونه وهل شي، ځکه سپینکي په کافي اندازه غوړ لري.

که مو خوښه وي ترشي او ترکاري هم تیاره کړئ.

سپینکی اماده دی. له کورنۍ او دوستانو سره یې یو ځای نوش جان کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.