اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د بدخرڅو رواني شننه؛ ولې بد خرڅي، حل لارې یې څه دي؟

لیکنه: صادق طارق

ډېر خلک به پېژنئ، چې زیاتې پیسې، هغه هم بې ضرورته مصرفوي او د خلکو خبره جیبونه یې سوري دي.

خو ولې ټول خلک داسې نه دي؟

ولې ځینې خلک داسې دي؟

د دوی رواني وضعیت څنګه دی؟

روان پوهنه په دې اړه څه وایي؟

ولې بد خرڅي؟

زیات خلک فکر کوي، چې بد خرڅي یو ارثي مشکل دی او پلار و مور نه ماشومانو ته لیږدیږي.

خو د روان پوهنې علمي څېړني بیا د دې ټکي د تایید ترڅنګ وایي، چې ارثي مسئله یوازینی دلیل نه دی.

د څېړنو له مخې په هغو کورنیو کې هم بدخرڅان پیدا کیږي، چې زیات پیسه دوسته دي، خو په هغو کورنیو کې هم سخت پیسه دوسته خلک شته، چې زیات بد خرڅه دي.

مغزي فعالیت

روان پوهنه وایي، چې د انسان په مغزو کې د اینسولا په  نوم یوه برخه ده.

دغه برخه انسان زیاتو پیسو مصرفولو ته هڅوي او دغه حالت سره خوند وربښي.

د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د روان پوهنې ټینګار دا دی، چې اضافه خرڅه انسان باید زیاتې پیسې ځان سره ونه ګرځوي؛ په بانک یا بل ځای کې یې زېرمه کړي،څو لاس یې ډک نه وي او زیات مصرف ورڅخه ونه شي.

د بد خرڅو رواني ځانګړنې

روان پوهنه وایي، چې بد خرڅان له بد خرڅۍ ګټه اخلي.

له دې سره دوی نه شي کولای، چې د بایللو پیسو د بیرته ترلاسه کولو او جبرانولو لپاره لازم صبر او حوصله ولري.

دوی د دې ترڅنګ هغومره د پیسو نه لرلو له وجې نه ځوریږي، لکه نور خلک چې ځوریږي.

حل لارې

ـ د نقدو پیسو ګرځولو پرځای بانکي کارت درسره ګرځوئ.

ـ د سودا اخیستو پر وخت لومړی د هغو شیانو پیسې ورکړئ، چې ورته اړتیا لرئ. که نورو شیانو  ته ګورئ، شوق مو راخي، بد خرڅي درنه کیږي.

ـ د پیسو زېرمه کولو لپاره هدف وټاکئ، کنه پیسې نه شئ ټولولی.

ـ راتلونکي ته فکر وکړئ، چې پیسې څومره پکې ضرور دي او له پیسو پرته به په څه حال یاست؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق