Advertisements
ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د وینا مهارت مو داسې پیاوړی کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر فرد د دې لپاره، چې بریالی ژوند ولري، نو باید وکولای شي، چې په خپله ټولنه کې له نورو سره اړیکه ولري، د دې اړیکې د ټینګولو لپاره د وینا او خبرو مهارتونه او وړتیاوې ترټولو مهم ټکي دي، چې باید مراعات شي. تاسو باید هڅه وکړئ، چې دا مهارتونه زده کړئ، ترڅو وکولای شئ، په خپل ټولنیز او کورني ژوند کې خپل نظر څرګند کړئ.

ډېری کسان په ځانګړې توګه کله چې غواړي، د خلکو یو ټولي ته وینا وکړي، نو په سخت اروایي فشار باندې اخته کېږي، ښایي د کلمو په ادا کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي او حتا د ژبې بندښت پیدا کړي. کله وخت ذهن ته یې مناسبې اصطلاحګانې نه راځي او ځینې جملې نیمګړې پاتې کېږي، حتا د ځینو نورو بدن او د لاسونو ورغوي یې خولې کېږي او خوله یې وچېږي.

د دې مواردو له ارزونې څخه دې ټکي ته متوجه کېږو، چې ډېری کسان د وینا په مهارتونو او تخنیکونو باندې نه پوهېږي او اړتیا لري، چې زده یې کړي. په دې لیکنه کې د وینا په څو مهارتونو او تخنیکونو باندې رڼا اچوو:

۱ ـــ خپل مخاطبین وپېژنئ
د دې لپاره، چې وکولای شئ له ډېرو او یا یو کس سره خبرې وکړئ، نو لومړی باید له هغوی څخه یوه پېژندګلوي ولرئ، په یاد مو وي، چې له خبرو کولو مخکې هرو مرو باید مطالعه وکړئ، ځکه که چېرې مقابل لوری مو له تاسو څخه کومه پوښتنه وکړي، یا کوم څه ووایي، تاسو باید وکولای شئ، چې ځواب یې ورکړئ. تل هڅه وکړئ، چې په خپلو خبرو کې توازن مراعات کړئ. حوصله او زغم مو زیات کړئ، په ډېرې ښې لهجې او مسکا سره خبرې وکړئ، ترڅو مخاطبین مو ستاسو په لور را مات شي.

۲ ـــ اروایي فشار، اندېښنه او تشویش مو کنټرول کړئ
اروایي فشار د انسان دښمن دی، باید هڅه وکړئ، که چېرې اراویي فشار لرئ، نو کنټرول یې کړئ او کچه یې ډېره زیاته راټیټه کړئ، ځکه چې اراویي فشار په بدن کې د هغو هورمونونو د تولید سبب ګرځي، چې ښې پایلې نه لري. لکه: د ژبې بندښت، د بدن او لاسونو خولې کېدل، د مخ سور کېدل او د ځینو کلمو او جملو ناسمه ویینه. د دې لپاره، چې وکولای شئ د اروایي فشار کچه مو راټیټه کړئ، نو د شونتیا په صورت کې هڅه وکړئ، چې څو ګامه یوې او بلې خواته واخلئ او یا لږ اوبه وڅښئ. ژوره ساه ایستنه هم مه هېروئ، چې د اراویي فشار په راکمولو کې ډېره ښه اغېزه لري.

۳ ـــ اصطلاحګانې او جملې مو سازماندهي کړئ
هڅه وکړئ، چې هېڅ وخت بېځایه او ناسمې خبرې ونه کړئ، ځکه چې مخاطبین مو په چټکه توګه دې موضوع ته متوجه کېږي. هڅه وکړئ، مخکې تر دې چې وینا پیل کړئ، نو د خپلې وینا مهم ټکي د یو کاغذ پرمخ ولیکئ او له ځان سره یې تمرین کړئ. اصلي موضوع، خلاصه او پایله اخیستنه ( نتیجه ګیري ) مو هم وارزوئ او په دې باندې ډاډ ترلاسه کړئ، چې کولای شئ، په سمه توګه یې بیان کړئ.

۴ ـــ د کلمو په سمه ویینه ( تلفظ ) باندې تمرکز وکړئ
که چېرې فکر کوئ، چې نه شئ کولای ځینې اصطلاحګانې په سمه او هوسا توګه ووایئ، نو هڅه وکړئ، چې له وینا وړاندې، ډېر زیات پرې مرور وکړئ. دغه راز کولای شئ له استادانو او هغو افرادو څخه، چې په دې برخه کې کافي تجربه لري، مرسته وغواړئ.

بل ټکی دا دی، چې ډېره زیاته هڅه وکړئ، چې په خپلو مطالبو باندې مرور وکړئ او ډېر زیات یې ولولئ، په دې کار سره به وکولای شئ، کلمې او جملې په سمه توګه ادا او بیان کړئ او دغه راز کولای شئ، په بریالۍ توګه کړنې ترسره کړئ. که چېرې فکر کوئ، چې په ځینو مواردو کې واقعاً ستونزه لرئ، نو کولای شئ د وینا په ټولګیو ( صنفونو ) کې ګډون وکړئ او له خپلو مخاطبینو سره د سترګو اړیکه وساتئ.

که چېرې هڅه وکړئ، د وینا پرمهال له خپلو مخاطبینو سره د سترګو اړیکه وساتئ، نو کولای شئ، په بریالۍ توګه کړنې ترسره کړئ، ځکه د هغو کسانو سترګو ته کتل، چې په ډېره مینه، لېوالتیا او حوصلې سره، ستاسو خبرو ته غوږ نیسي ستاسو د انرژي د لا زیاتېدو سبب ګرځي.

۵ ـــ له خپلو لاسونو څخه ګټه واخلئ
هڅه وکړئ، چې له خپلو لاسونو څخه سمه او پرځای ګټه واخلئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې ستاسو خبرې مخاطب ته په زړپورې شي او په هغه باندې ډېره زیاته اغېزه وکړي، په عین حال کې هڅه وکړئ، چې د لاسونو خوځول او حرکت مو د مخاطبینو لپاره مصنوعي او ځورونکی نه وي.

۶ ـــ پوهه مو پیاوړې کړئ
یوه له نورو لارو څخه، چې کولای شئ په مرسته یې د خپلې وینا مهارت پیاوړی کړی، داده، چې د خپلې پوهې کچه لوړه کړئ. بېلابېلې لارې شتون لري، چې کولای شي، په دې لاره کې له تاسو سره مرسته وکړي. لکه: د کتابونو، ورځپاڼو او بېلابېلو مجلو لوستل، د مشهورو او بریالیو کسانو ویناوو ته غوږ نیول او په سیمینارونو کې ګډون کول.

۷ ـــ خپل غږ ثبت کړئ
یوه له ډېرو اغېزمنو لارو څخه، چې کولای شئ واقعاً ترې ښه پایله ترلاسه کړئ، داده، چې خپل غږ ثبت کړئ، هغه هم یو ځل او دوه ځله نه، هرڅومره چې ډېر یې ثبت کړئ، نو غوره پایله به ترلاسه کړئ. همدا اوس یې پیل کړئ او د ازمویلو لپاره، خپله یوه څو دقیقه ایزه لنډه وینا ثبت کړئ، وروسته غوږ ورته ونیسئ او هڅه وکړئ، چې هغه مثبت او منفي ټکي، کوم چې ذهن ته مو راځي یاددښت کړئ، یو ځل بیا مو غږ د تېرې احتمالي بڼې په مراعاتولو سره ثبت کړئ، بیا غوږ ورته ونیسئ او یو ځل بیا یې هم واورئ، لومړی او وروستی ځل سره پرتله کړئ او د خپل پرمختګ کچه وسنجوئ.

دا کار دومره ترسره کړئ، ترڅو بالاخره وکولای شئ، خپل ثبت شوي غږ ته په غوږ نیولو سره، آرامه شئ او دا ډاډ تر لاسه کړئ، چې د خلکو په وړاندې به هم همداسې بریالۍ وینا وکړئ.

۸ ـــ له مشاور څخه مرسته وغواړئ
که چېرې فکر کوئ، کومې ستونزې چې په وینا کې یې لرئ، په تېر پورې تړاو لري، نو هرومرو یې جدي ونیسئ. د ډېری کسانو ستونزې په ماشومتوب پورې یې تړلي دي او یا حتا هغو اروایي ماتو ته ورګرځي، کومې چې مخکې یې خوړلې دي. د دې کار لپاره هڅه وکړئ، چې هرومرو له یو کار پوه مشاور څخه ګټه واخلئ، ترڅو ستونزې مو حل کړي.

۹ ـــ هڅه وکړئ، چې په ځان باندې باوري واوسئ
فکر وکړئ، هغه خبرې، چې غواړئ وې کړئ، د نړۍ تر ټولو مهمې خبرې دي، په هغه باور او اعتماد سره، چې په ځان باندې یې لرئ، خبرې وکړئ. د دې کار لپاره، له خپلې ټولې انرژۍ څخه ګټه واخلئ، ترڅو په خپلو مخاطبینو کې یې مثبته پایله ووینئ.

۱۰ ـــ د خپل ناستي او یا درېدلو وضعیت ته ښه متوجه واوسئ
د ناستي او یا درېدلو وضعیت مو کولای شي په ښې وینا کولو کې مو مهم رول ولوبوي. که چېرې هڅه وکړئ، چې سم کېنئ، غږ مو ډېر ځواک ولري او په مخاطبینو کې مو ښه نفوذ وکړي، د سر خوځول هم کولای شي ښه اغېز ولري. که چېرې هڅه وکړئ، چې مخ مو سم وساتئ او زنه مو لږ پورته کړئ، دا کار به مو د غږ په کیفیت باندې ښه اغېزه وکړي او په ښه توګه به د مخاطبینو غوږونو ته ورسېږي.
هیله من یم، چې د پورته ټکو په مراعاتولو سره، وکولای شئ، د خپلې وینا مهارتونه پیاوړي کړئ او د تېر په پرتله ښه وینا وکړئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل