مارچ 6, 2021

څنګه یو ځانګړی کس واوسو؟

Advertisements

ژباړه: عطا محمد میاخېل
زموږ ټولو دا خوښېږي، چې یو ځانګړی کس واوسو او دا یوه اروایي طبیعي اړتیا ده، چې زموږ په دننه کې شتون لري. د پیلولو لپاره باید په دې باندې پوه شئ، چې تاسو د خپلو ګوتو د کرښو په شان، چې یوازې تاسو پورې تړاو لري، په بشپړه توګه یو خاص او ځانګړی کس یاست او په دې خاورینه ځمکه کې یوازې او بې جوړې یاست.
موږ د یو شمېر انسانانو په څېر، په بشپړه توګه یو شان کارونه ترسره کوو. لکه: خواړه خورو، ویده کېږو، کار او دندې ته ځو، له نورو انسانانو سره خبرې کوو او داسې نور…، خو په دې مانا نه ده، چې موږ هغو ته ورته یو. زموږ دا درک او احساس د هغو پېښو په اړه دی، چې موږ توپیري کوي. د بېلګې په توګه: کېدای شي تاسو او خور مو د یوه خوړو په خوړلو بوخت یاست، خو هر یو مو له هغو خوړو څخه په بشپړه توګه توپیري تجربه او احساس ولرئ؛ خو ځانګړی اوسېدل په دې مانا نه دی، چې عجیب و غریب کارونه ترسره کړئ او د ټولو په منځ کې د مجلس نقل شئ. تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې ځان وپېژنئ او لکه څنګه چې یاست عمل او درک وکړئ.
د دې لیکنې په دوام په هغو مواردو باندې رڼا اچوو، چې څنګه یو ځانګړی او خاص کس واوسئ، له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ ځان وپېژنئ او پخپله واوسئ
د ځانګړي اوسېدو لپاره، تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې هڅه وکړئ، په خپله واوسئ. د دې کار لپاره باید په پیل کې ځان وپېژنئ، له ځانه وپوښتئ، چې څوک یاست او څنګه ځان تعریفوئ؟ له کومو څیزونو سره مینه لرئ او د مهمو او عادي مسایلو په اړه مو رښتینی نظر څه دی؟ د کومو کارونو په ترسره کولو کې وړتیا او استعداد لرئ؟ له کومو څیزونو څخه مو بد راځي؟ او څه څیزونه تاسو ځوروي؟ د خپلو کړنو تر شا رښتینې غوښتنې او لېوالتیاوې مو څه دي؟
د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره، باید یوازې خپل واقعي ځان ته مراجعه وکړئ او د بل چا په اړه فکر مه کوئ او هڅه مه کوئ، چې د هغه په څېر واوسئ. په دې باندې ځان پوه کړئ، چې یوه کاپي، په غوره حالت کې، په ښه توګه یوه اصل ته نږدې کېږي، خو هېڅکله به له هغه څخه ښه نه شي. سکار وایلډ وایي: خپله واوسئ، نورو له مخکې خپل ځای نیولی دی.
د دې لپاره، چې خپل ځان وپېژنئ، له خپل ځان سره خواله وکړئ، وګورئ، کله چې شاوخوا ته مو څوک نه شته او په خپلو قضاوتونو او نصیحتونو سره، ستاسو په تعریفولو کې هڅه نه کوي، چې یاستئ. کله چې هڅه نه کوئ، چې د کوم چا پام ځانته راواړوئ، نو خوښېږي مو څنګه واوسئ؟
ډېره زیاته مهمه ده، کله چې له ځان سره ډېر آشنا شوئ، له ځان سره مینه ولرئ، حتا خپلې کمزورتیاوې ومنئ او ورسره مینه ولرئ او حتا که خوښېږي مو هم نه، نو ترې تېښته مه کوئ، ځکه په دې صورت کې دا کمزورتیاوې په وېره باندې بدلېږي او په نا خبره توګه له تاسو سره سترېږي.
که تاسو هڅه وکړئ، چې خپله واوسئ، نو په ډېرې آسانۍ او ساده ګئ سره ځانګړی یاست. که چېرې تاسو له خپل ځان سره مینه ولرئ او په خپل لید کې ځانګړی واوسئ، نو ډېری کسان به ستاسو په ځانګړي اوسېدو باندې پوه شي او له تاسو سره به مینه ولري. حتا که چېرې ځینې په دې نظر هم نه وي، نو ستاسو لپاره به مهم نه وي او تاسو ته به بدلون در نه کړي او ستاسو ځانګړی اوسېدل نه ردوي.
۲ ـــ خپل سبک وټاکئ
له دې وروسته، چې خپل ځان مو وپېژانده او په کافي اندازه مو درک کړ، نو دا مسئله ارزښت پیدا کوي، چې څنګه خپله دنننۍ نړۍ څرګنده کړئ، دا مسئله د خپل ځانګړي سبک د پیدا کولو په چوکاټ کې تعریفېږي. البته د هغه څه ترمنځ چې زموږ په دننه کې دي او پرې خبر یو او هغه بڼه چې ښکاره کوو یې تل واټن شتون لري. کله وخت د کلمو موندل ستونزمن کېږي او کلمې نه شي کولای، چې زموږ رښتینو احساساتو او افکارو ته په دقیقه توګه انعکاس ورکړي. د سبک موندنه خلاقیت او هنر ته اړتیا لري. په حقیقت کې هغه کار، چې هنرمند یې ترسره کوي، نو همدا کار دی. بوکفسکي وایي: سبک او ډول د یوې ستړې کوونکې او خطرناکې موضوع د پیلولو لپاره، یوه نوې او تازه لاره ده. سوک وهنه کولای شي هنر وي، مینه کولای شي هنر وي، د روب د یوه قوطي پرانیستل، کولای شي یو هنر وي او داسې نور…
که تاسو تر ټولو ساده او آسانه کارونه هم په خپل سبک سره ترسره کړئ، نو ځانګړی یاست. غواړئ څنګه خبرې وکړئ او ځان تعریف کړئ او له کومو کلمو څخه ګټه اخلئ؟ غواړئ څنګه په لاره لاړ شئ؟ غواړئ د ژوند څه ډول سبک ولرئ؟ څه ډول جامې واغوندئ؟ څنګه کار وکړئ؟ څنګه تفریح وکړئ او بوخت شئ؟ او په زرګونو دا ډول پوښتنې.
۳ ـــ د نورو له منفي نظرونو څخه مه وېرېږئ
په بشپړه توګه، کله چې غواړئ پخپله واوسئ او هغه څه، چې نور یې غواړي ونه اوسئ، نو د هغوی له مخالفتونو سره به مخامخ شئ. موږ ټول د نورو له خوا منلو ته اړتیا لرو او دا ژوند ډېر آسانه او ساده کوي، خو د ځانګړي اوسېدو لپاره تل په آسانه لاره باندې تګ مرسته نه کوي. ځانګړی اوسېدل او دا چې د اوبو د څپو په مخالف لوري باندې ولامبئ، زړورتیا، ځواک، په ځان باندې باور ته اړتیا لري او حتا کله وخت دا کړنه اتلانه ده. ښایي فکر وکړئ، چې دا ځانګړتیاوې نه لرئ، نو نه شئ کولای، چې ځانګړی فرد واوسئ، خو په ډېر تمرین، هڅې او ارادې سره به بشپړه توګه د لاسرسي وړ او اکتسابي دی. په تاریخ کې ډېرو زیاتو اتلانو شتون درلوده، چې په پیل کې یې په ځان باندې ډېر کم باور درلوده، خو دا یې وټاکله، چې خپله زړورتیا او په ځان باندې باور لوړو پوړیو ته ورسوي.
ډېری کسان، د هغې وېرې په خاطر، چې د نورو د قضاوت له امله یې لري، ځان سانسورۍ ته مخه کوي، په دې کار سره د ځان یوه برخه وژني. په ډېری مواردو کې موږ د نورو له قضاوت څخه ناسم او بېځایه قضاوت لرلی دی او ښایي په حقیقت کې هغوی زموږ په اړه حتا فکر هم نه وي کړی، هماغه ډول واوسئ، چې فکر کوئ او مه پرېږدئ، چې بد او نا ویلي احساسات مو په زړه کې په یوې غوټې او عقدې باندې بدل شي. له هېڅ څیز او هیچا څخه مه وېرېږئ، خجالت کېږئ مه، ځان مه دروئ او ځان د هغه څه د ښودلو په خاطر، چې یاست، ګرم مه ګڼئ. په دې باندې ځان پوه کړئ، دا ژوند چې لرئ، تر هر څه ډېر تاسو پورې تړاو لري، نه نورو کسانو پورې. په دې کار سره ښایي خپل شاوخوا ډېر کسان له لاسه ورکړئ او د یوازېتوب احساس وکړئ.
هر څوک د دې ځواک نه لري، چې له دې سختیو او ستونزو سره مخامخ شي، خو پوه شئ، که چېرې خپله واوسئ او داسې یو څوک پیدا شو، چې تاسو یې تایید کړئ او درسره مینه یې ولرله، هغه کس د ستاسو له واقعي ځان سره مینه لري، نه له خپلو غبرګونونو او افکارو سره.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ