ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د نورو پر وړاندې څنګه په جرئت خبرې وکړو؟

له دې وجې چې د ټولو مخکې خبرې وکړم، وېرېږم؛ ځینې وخت حتا داسې فکر کوم چې په ستوني کې مې کوم څه بند دي چې زما د خبرو خنډ ګرځي؛ بڼه مې بدلون کوي؛ داسې احساس کوم چې رنګ مې سور شوی؛ خولې کېږم؛ پښې او لاسونه مې رېږدي؛ ډېر پښېمانه کېږم چې ولې مې خبرې وکړې؟

د دغو ټولو د حل لاره څه ده؟

تر ټولو لوی ارواه پوه حضرت علی رض فرمایي: “له هغه څه څخه چې ډارېږئ له هغه سره مبارزه وکړئ، چې ستاسو رام شي” دا چې تاسو د چا مخکې خبرې نشئ کولای او ډارېږئ، نو پوه شئ چې پر ځان باور نه لرئ او یا مو هم باور په ځان لږ دی او یا ځان کمزوری احساسوئ، دا د کمزورتیا احساس مو په ذهن کې ځای نیولی، دا په دې مانا چې جسماً او روحاً خپل ځان کمزوری احساسوئ، نو کله چې مو خپل دننه په فکر کې داسې څه ته ځای ورکوئ، نو په عمل کې هم هغه بېرته ترسره کوئ.

تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې خپل منفي فکرونه او دا چې وایاست «نشم کولای» دا هر څه له ذهنه وباسئ.

او د هغه پر ځای مثبت فکرونه او دا خبرې په ذهن کې وساتئ، تل ووایاست چې کولای شم او ډېر ځواک‌من یم. همدارنګه خپل ذهن دې ته اړ کړئ چې له هرې لارې څخه هر څه کولای شئ، خو دا هر څه هغه وخت کېدونکي دي چې قوي هوډ ولرئ.

بله لاره دا ده چې یو موقعیت یا یو ځای وټاکئ او عملاً تمرین وکړئ، داسې فکر وکړئ چې ټول شته او د ټولو په مخکې پرته له وېرې خبرې کوئ.

بل خبره دا چې له ویده‌کېدلو مخکې له ځان سره ووایاست چې هېڅکله د نورو په مخکې له خبرو کولو څخه نه ډارېږئ او ډېر په جرئت سره دا کار ترسره کوئ، کوم کسان چې شته، تاسو به ډېر وهڅوي، دا ډول خبرې کول مو خبروکولو ته چمتو کوي او د وینا خنډ مو نه ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ