د پیسو د پس اندازه کولو لپاره اته آسانه تګلارې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هغه څیزونه مه اخلئ، چې غواړئ وایې خلئ، بلکې هغه څیزونه واخلئ، چې ورته اړتیا لرئ.
۲ ـــ د اخیستلو لپاره، ډېر ژر تصمیم مه نیسئ.
یو ځل بازار وارزوئ؛ داسې نه چې د ۵۰۰ روپیو شی، په زر روپۍ واخلئ. د بیو له پرتله کولو وروسته خرید وکړئ.
۳ ـــ له چانه وهلو څخه مه شرمېږئ.
په چانه وهلو سره کولای شئ، چې خپلې یوه اندازې پیسې پس انداز کړئ. په یاد ولرئ، چې شتمن کسان تل چانه وهي.
۴ ـــ له خپل میاشتني معاش څخه یوه اندازه پیسې پس انداز کړئ؛ که ډېرې کم هم وي. (کمې له هېڅ څخه غوره دي).
۵ ـــ هر هغه څه، چې اخلئ، نو په یوه کتابچه کې یې ولیکئ.
په زړه پورې ده، چې په ځان پورې له دې امله خاندئ، چې څه نا اړین څیزونه مو اخیستي دي.
۶ ـــ په ټیلیفون کې د خبرو کولو پرمهال، خبرې مو را لنډې کړئ.
ښایي اړینه نه وي، چې له یوه اوږده احوال پوښتلو څخه وروسته، بیا ووایئ، چې نور څنګه یې؟.
۷ ـــ په مېلمستیاوو کې لږ خواړه پاخه کړئ.
څه اړتیا ده، چې په هره مېلمستیا کې د دسترخوان مخ داسې ډک کړئ، چې د ستنې په اندازه ځای هم پکې تش پاتې نه شي؟.
۸ ـــ همدا نن یې پیل کړئ.
د زیان مخه، چې هر وخت ونیسئ، نو ګټه به مو کړې وي. همداسې نه ده؟.
زه یې همدا اوس پیلوم.