مارچ 3, 2021

اتلولي؛ شپږیزه کرکټ لیګ او اهمیت

لیکنه: سمیع الله درانی

د افغانستان کرکټ بورډ په زیار شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۳م کې تاسیس شو.
د دې لیګ ټول پړاوونه په کابل کې ترسره شوي، او په ۲۰۱۳م کې یې اتلولي سپین غر پړانګان لوبډلې وګټله او حمید حسن یې لوبډلمشر و.
دویم پړاو یې په ۲۰۱۴م کې ترسره شو، چې اتلولي یې مِس عېنک لوبډلې وګټله، لوبډلمشر یې نوروز منګل و.
په ۲۰۱۵م کې یې درېیم پړاو ترسره شو او اتلولي یې د دویم ځل لپاره سپین ټایګرز لوبډلې وګټله.
څلورم پړاو یې په ۲۰۱۶م کې ترسره شو، چې اتلولي یې کابل بازان لوبډلې وګټله.
پنځم پړاو یې ۲۰۱۷م کې ترسره شو او اتلولي یې بند امیر ښاماران وګټله او لوبډلمشر یې راشدخان و.
شپږ پړاو شپږیزه کرکټ لیګ ۲۰۱۹م ترسره شو او اتلولي یې مِس عېنک لوبډلې د محمد نبي عیسی خېل په لوبډلمشرۍ کې د دویم ځل لپاره وګټله.
سږ کال یې اووم پړاو ترسره کېږي.

شپږیزه کرکټ لیګ او اهمیت یې

شپږیزه کرکټ لیګ یوازینی لیګ دی، چې د افغانستان کرکټ بورډ په رهبریت ترسره کېږي، د افغانستان په څېر هېواد ته د دې لیګ ترسر کول خورا مهم دي.
ځکه د کرکټ نړیوالې شورا په هر هېواد د کورني کرکټ لوبې جبري کړي، چې دې سره کورنی کرکټ خورا پیاوړی کېږي او له دې لارې افغان نولس کلنو، اېمرجېنګ او ملي لوبډلو ته خورا پیاوړي لوبغاړي انتخابېدلی شي.
خو د لوبغاړو انتخاب کې باید د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه ډېر صادقه او رڼه وي.
بله ګټه یې د اقتصاد پیاوړتیا ده، له دې سره لوبغاړو ته پېسې په لاس ورځي او هغوی یې خپلو کورنیو ته ورکوي، چې دې سره ډېری کورنۍ اسوده کېږي.
د دې سربېره د تګ راتګ وسیلې ورسره بوختېږي، خلک نندارې ته ځي، هوټل ورسره مصروفه کېږي او لاسي پلورونکو کاروبار ورسره د یو څه وخت لپاره وده کوي.
بله ګټه یې خلکو ته تفرېح برابرول دي، چې د لوبو له لیدلو خلک خوند اخلي او د خوښۍ احساس کوي.
کرکټ بورډ ته څه پکار دي؟
د ځوانو لوبغاړو لوبول او ازمایل د کرکټ بورډ ستره دنده ده.
له دغه لیګ څخه بیا هغه لوبغاړي د لوبډلو لپاره په روڼ ډول ګومارل، چې ښه ځلیدلي وي.
د نشر لپاره ښه اسانتیا برابرول یې بله دنده ده.
د لوبغالي معیاري کول پکار دي، تېر کال هم ستونزه د لوبغالي وه، چې کوچنی و او توپونه د شپږیزې په وهلو سره ورکېدل.
که لوبغالی معیاري وي د لوبې خوند ورسره څو برابره زیاتېږي.
که څه هم تېر کال ملي تلویزیون خورا ښایسته نشریات وکړل؛ خو د ریووو، رېپلای او سکرین برخه کې باید اعلی کیفیت ټېکنالوژي وکارول شي.
کرکټ بورډ باید د لوبغاړو په اخېستلو له هندوستان کرکټ بورډ څخه الهام واخلي.
هغوی د آی پي اېل سیالیو لپاره ډېر ځوان لوبغاړي اخلي، وخت ورکوي او بیا د ځلېدلو په صورت کې یې ملي لوبډلې ته ورکوي، چې په نړیوال کرکټ کې یې د هندوستان بېرغ رپانده ساتلی او په درېیوو نړیوالو اتلولیو یې خپل ملت نازولی دی.
د دې سربېره هندوستان ۷ ځلې اسیا جام سیالۍ هم ګټلي دي.
نو زمونږ کرکټ بورډ باید د لیګ په اخېستلو کې هغه لوبغاړي وټاکي، چې مستحق دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي