هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ساینس او ټیکنالوژي

له ۴۵ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته دوه کسان استول کیږي

د سپیس ایکس (SpaceX ) خصوصي فضايي کمپنۍ مشر ایلون موسک د دوشنبې په ورځ وویل چې دوه کسانو سپوږمۍ ته د یو شخصي سفر لګښت ورکړی او دوی به یې په ۲۰۱۸ م کال کې سپوږمۍ ته د یو فضايي ماموریت په ترڅ کې واستوي.

له خبریالانو سره په تیلفوني کنفرانس کې ایلون موسک له دې ډه ډه وکړه چې د هغو دوو کسانو چې ددې ماموریت لپاره یې پیسې ورکړي نومونه واخلي او دا یې هم ونه ویل چې دې کسانو څومره پیسې ورکړي دي. خو ویې ویل چې دا اشخاص یو بل پیژني او سپوږمۍ ته ددې سفر لپاره جدي دي.

نوموړې وویل دې دوو کسانو تیرکال سپوږمۍ ته د سفر په اړه له دې فضايي کمپنۍ سره خبرې پيل کړي او د سږ کال په پیل کې یې روغتیايي معاینات او ورزشي ټیسټونه پیل شول.

د سپیس ایکس مشر ښاغلي موسک وايي، دا سفر به یوه اونۍ وخت ونیسي. او دا کسان به د سپیس ایکس په (ډراګن ۲ ) نومې کپسول ( فضايی ډبه ) کې د سپوږمۍ تر سطحې پورې ولاړ شي شا او خوا به یې وګرځي او پرته له دې چې پر سپوږمۍ ناسته وکړي بیرته به مځکې ته ستانه شي.

ویل کیږي چې دا به په فضا کې له درې سوه زرو میلو څخه تر څلورسوه زرو میلو پورې سفر وي.


د سپیس ایکس مشر وايي، ددې معنی دا ده چې دا فضايي سفر انسان تر هغې وړاندې فضا کې وړلی شي چې تر دې مخکې تللي.

که چیرې سپیس ایکس تر ناسا او نورو فضايي ادارو مخکې دا دوه سیالانیان سپوږمۍ ته واستوي نو دا به په تیرو پنځه څلوېښت کلونو کې سپوږمۍ ته د انسان استولو لومړنی ماموریت وي.

همدارنګه به دا د اپولو ۱۳ ماموریت وروسته چې په ۱۹۷۰ کې سپوږمۍ ته ترسره شوی و دویم ځل وي چې انسان سپوږمۍ ته تګ هڅه کوي. اپولو ۱۳ فضا کې ۲۴۹ زره میله مزل کړی و.

د سپیس ایکس کمپنۍ ویلي، نورو خلکو هم په دا ډول سفرونو کې لیوالتیا ښودلې او دوی به دوام ورکړي . په بیان کې دا هم ویل شوي چې دوی به ددې فضايي سفر د ګډونوالو په اړه د هغوی د صحي معایناتو او سفر له تایید وروسته نور معلومات هم خپاره کړي. خو ویې ویل چې په دې سفر کې له هالیوډ سینما نه څوک نه شته .

د سپیس ایکس د سپوږمۍ دا ماموریت د ( فالکون هېوي ) په نوم پر هغه نوي فضايي راکټ توغونکي سیستم ترسره کیږي چې ددې کال په بهیر کې به و ازمویل شي.
ددې فضايي شرکت اجرایه مشر ایلون موسک د سپوږمۍ ددې ماموریت په ترڅ کې د خطر احتمال نه ردوي او وايي، هغوی چې غواړي په دې ماموریت کې برخه واخلي ورته ویل شوي چې د خطر اندازه صفر نه ده.

سپیس ایکس فضايي کمپنۍ یو خصوصي شرکت دی چې د ۱۵ کلونو راهیسې یې فضايي فعالیتونه پیل کړي.

په ۲۰۱۱ م کال کې یې مشر ویلي وو چې په ۲۰۱۴ م کال کې دوی فضا ته د انسانانو د استولو ماموریت ته چمتو شي. په همدې کال نوموړي ویلي وو چې په ۲۰۲۱ م کال به وتوانیږي مریخ ته انسانان واستوي. تیر کال بیا دې کمپنۍ دا نیټه ۲۰۲۴ م کال ته ځنډیدلې وبلله.
تیر کال ددې کمپنۍ یو فضايي راکټ فضا ته د استول کیدو پر مهال وچادیده، نه یوازې چې ماموریت ناکام شو بلکې ددې کمپنۍ ګران بیه تاسیسات او ټیکنالوژي له منځه یوړه او ویجاړه شوه.
.
د فالکون هیوې توغندي تصویري شوې بڼه په دې ویډیو کې کتلی شئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */