ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

شعور او لاشعور

لیکنه: ملیحه ناصري

ډېری وخت کله چې د چا د بل کس کومه کړنه یا کوم کار ښه ونه اېسي، ورته مناسب ونه برېښي، نو د «بېشعور» کلمه ورته کاروي، ورته وايي چې څه بېشعوره انسان یې.

شعور دی څه شی؟

هره څه یو ضد یا مخالف لري، د شعور ضد هم لاشعور دی.

د دې لپاره چې د بېشعور پر مفهوم او اصلي جاج وپوهېږو، لومړی باید شعور وپېژندل شي.

شعور په لغت کې درک، معرفت او له بېرونۍ نړۍ څخه د انسان ادراک ته ویل کېږي. پوهان په دې لټه کې دي چې ذهن وپېژني، خو لا هم نه دي بریالي شوي چې د ذهن پر اصلي ماهیت او مفهوم وپوهېږي، ذهن په خپل ذات کې نه شي څېړلی، د بدني چارو او انساني کړنو له مخې یا د همدوی په مرسته او مطالعه ځان تر ذهنه رسوي.

شعور هم د ذهن یوه برخه ده، ټول انساني تجارب پکې خوندي او پر ورځنیو چارو خپل مستقیم اغېز پرېباسي. یا هم شعور زموږ د هغو بیروني مالوماتو ټولګه ده چې د ذهن په چوکاټ کې خوندي او د ودې یا انکشاف امکان یې شته. د وخت په تېرېدو سره چې څومره انسان خپل چاپېریال او ژوند درک کوي، په همغه کچه یې شعوري برخه وده کوي.

د شعور په هکله دیکارت وايي چې شعور د روح پر بنسټ ځان پېژندنه ده او تفکر بیا د نورو څيزونو په اړه خبرتیا یا مالومات دي. یانې دیکارت روح او شعور سره نږدې کوي.

جان لاک وايي هر هغه څه چې د انسان په ارواه کې پېښېږي، شعور دی. دی هم د دیکارت پر اند شعور او روح سره تړي.

هیوم وايي شعور د انساني ادراک له بهیر پرته بل څه نه دي. دی وايي دا ادراک به د دغو درېیو اصولو پر بنسټ وي: ورته‌والی یا تشابه، اړیکه او علیت. دی وايي چې ټول څيزونه او مادي اړیکې محسوسات دي او دا محسوسات همدغه شعور دی.

د شعور په اړه داسې اندونه هم شته چې شعور ټول بهرني غبرګونونه ذهن ته لېږدوي او ذهن د هغوی تر اخذ یا اخیستو وروسته پرېکړه کوي چې بالمقابل څه رقم عکس العمل وښيي.

زیګمنډ فرویډ د ارواپوهنې نامتو پوه د ذهن، شعور او لاشعور په اړه لومړی ځل وویل چې ذهن له درېیو برخو رغېدلی دی. شعور، تحت الشعور یا نیمه شعور او لاشعور یا بېشعوري.

دی وايي چې شعور هغه څه دي چې زموږ په واک او اختیار کې دی. نیمه شعور یا تحت الشعور هغه برخه ده چې زموږ په واک کې نه ده، خو کېدی شي د دريو لاملونو پر بنسټ تشبیه یا ورته‌والي، اړیکه او مخالفت یا موافقت له مخې ټول هغه پخواني مالومات راژوندي کړي چې زموږ هېر وو، خو په ذهن کې خوندي شوي و. دلته د هیوم خبره د تأمل وړ ده، هغه شعور دا ډول تعریف کړی و، خو فرويډ بیا تحت الشعور داسې ګڼي.

یانې ډېری وخت موږ ته داسې پېښ شوي چې یو شی یا خبره مو له مخې وشي، پرې پوهېږو چې دا تر دې مخکې هم پېښه شوې، خو چې چېرته او څنګه، دا مو نه وي په یاد، یانې کله چې پر تحت الشعور لږ فشار وارد شي، کېدی شي راپه زړه کړي چې خبره مو پخوا چېرته او کوم ځای کې اورېدلې ده، دا هغه وخت شونې ده چې د مشابهت، مخالفت یا موافقت له مخې یې اړیکه ومومي.

لنډه دا چې کله د ازموینې پر ورقه اخته یو، ښه پوهېږو چې ځواب مو یې زده و، خو څه و دا رانه هېر وي. چې کله دباندې راووځو راپه زړه شي چې په پلانۍ پاڼه کې داسې لیکل شوي و.

لاشعور هغه ذهني برخه ده چې موږ هېڅ اختیار نه پرې لرو. د فرويډ په اند له همغه کوچنیوالي چې څه راسره شوي او لیدلي مو دي، ټول ثبت او خوندي وي، خو دا چې موږ فکر کوو هېر مو دي، هغه ځکه چې د مالوماتو او د پېښو ترمنځ اړوند منظم تړاو نه وي.

د لاشعور په هکله ډاکټر سیف الله غریبیار یو څه کښلي چې لنډون به یې راواخلو: “موږ به د انسان د ارواه او ذهن څېړنه د هغه د کړو وړو له مخې کوو چې دا کار به د ذهن په پېژندلو کې تت انځور راکولی شي… د لاشعور په پېژندلو کې چې له شعور او نیمه شعور ورتېر شو، نو لاشعور یا روح ته رسېږو… شعور هغه خودآګاه برخه ده چې فکر، خیال او حواس ونډه پکې لري، له عقلي پلوه زموږ ورځنی ژوند جوړوي…تحت الشعور د شعور او لاشعور ترمنځ چینل دی چې دوی سره وصلوي، لاشعور د تېرو نامحدودو پېښو خزانه ده چې انسان پرې برلاسی نه وي.

لنډه دا چې شعور د ذهن هغه برخه ده چې زموږ په واک کې ده او پرې برلاسي یو، د همغه پر بنسټ خپلې ورځنۍ چارې تنظیموو. د عقل او هوښ په مرسته شعور کاروو. تحت الشعور د شعور او لاشعور ترمنځ پُل دی، پرې برلاسي نه یو او زموږ له واکه وتلی کار دی. همدا تحت الشعور د شعور او لاشعور په مرسته د ځينو شیانو ترمنځ داسې مناسبتونه پیدا کوي چې د نوي او نادر وي.

یانې تخلیقي ادب کې رول لري، شاعران ډېری وخت ځينې داسې مناسبتونه پیدا کوي چې د عام وګړي ورته پام نه وي. لاشعور زموږ په واک کې نه دی او تل فعاله وي.

شعور د ورځې خپل کار پيلوي او یوازې د ورځې کار کوي. یانې چې ویښ یو کار کوي چې ویده شو خپل فعالیت دروي. لاشعور هم په ویښه کار کوي او هم چې ویده یو فعال وي. خوبونه او خیالونه ډېری له لاشعوره زېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ