سویلي افریقا کې د کرکټ ۱۲ اوریزه لوبې وځنډول شوې!

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د درو لوبډلو ترمنځ په سویلي افریقا کې د کرکټ نوي فارمټ سیالۍ پلان کړې وې، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدلې.
د رواني جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوري د دریو ځايي لوبډلو ترمنځ  د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پیلیدې، خو د کورونايې ګواښونو له امله نامعلومې نېټې ته وځنډول شوې.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې تړاو ناسته وشوه او یاده ناسته کې دا پرېکړه وشوه، چې دا سیالۍ باید وځنډول شي.
یادي اعلامیې کې راغلې، چي د کورونا له امله دې سیالیو ته چمتوالی ناممکن دی.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ د خپل هیواد ۲۴ تکړه او نوموتي لوبغاړي په دریو لوبډلو وېشلې وه، چې د لومړۍ لوبډلې مشري کیګزو ریباډا ته، د د دوهمې لوبډلې لوبډلمشري کوینټڼ ډیکوک ته او د درېیمې لوبډلې لوبډلمشري بیا اي بي ډیویلرز ته ورکول شوې وه.
د لومړۍ لوبډلې سکواډ:
ریباډا، ډوپلېسیز، کریس موریس، تبریز شمسي، ریضا هنډریکز، جانیمن مالان، هینریچ کلاسان او ګلینټن سټورمان.
د دوهمې لوبډلې سکواډ:
ډیکوک، ډیویډ مېلر، تیمبا بووما، انریچ نورتي، ډیوان پریټوریس، بوران هنډریکز، جي جي سموتز او لوتو سیپامالا.
د درېیمي لوبډلې سکواډ:
ډیویلرز، ایډین مارکرم، لنګي نګدي، انډیل پیهلوکوا، راسي وان ډر ډوسن، جونیر ډالا، کایل ویراین او سیسانډا مګالا.
د دې سیالیو موخه د مرستو راټولول او لوبغاړو ته د تمرنیونو زمینه برابرول وه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي